امریکااو اروپا دبشری حقوقو په باب دخبرو کولو صلاحیّت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67155-امریکااو_اروپا_دبشری_حقوقو_په_باب_دخبرو_کولو_صلاحیّت_نه_لری
دایران د قضایه قوې دبشری حقوقو مرستیال ووئیل ، اسلامی ایران دبشری حقوقو په باب له تیریګرو چلندونو سره ډیر حساس دی او دامریکا او اروپا له تیریګرو چلندونو، چې د انسان دوستۍ اوبشری حقوقو ډنډورې هم وهی ، پرده پورته کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2018 08:47 Asia/Kabul
  • امریکااو اروپا دبشری حقوقو په باب دخبرو کولو صلاحیّت نه لری

دایران د قضایه قوې دبشری حقوقو مرستیال ووئیل ، اسلامی ایران دبشری حقوقو په باب له تیریګرو چلندونو سره ډیر حساس دی او دامریکا او اروپا له تیریګرو چلندونو، چې د انسان دوستۍ اوبشری حقوقو ډنډورې هم وهی ، پرده پورته کوی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران دقضایه قوې  دبشری حقوقو مرستیال  محمد جواد لاریجانی  نن  په جینیوا کې  دملګروملتو  دبشری حقوقو د شورا  په اوه دیرشمې  غونډې کې د  ګډون  په د رشل کې وئیلی دی ، لویدیځی هیوادونه  د میلیونونو انسانانو دحقوقو په وړاندې تیریګر  چلند لری او  دهغوی په حقوقو ئې  سترګې پټې کړی دی .

 دایران د قضایه قوې  دبشری حقوقو مرستیال  ووئیل ،  اسلامی ایران  دبشری حقوقو  په باب  له تیریګرو  چلندونو سره  ډیر  حساس دی  او  دامریکا او اروپا  له تیریګرو چلندونو، چې  د انسان دوستۍ اوبشری حقوقو ډنډورې  هم وهی ،  پرده پورته کوی .

 محمد جواد لاریجانی  زیاته کړې ، په یمن کې په لسګونو زره  کسان وژل شوی او په دغه هیواد کې نور په میلیونونو   دلوږې  په درشل کې دی ، خو  بیا هم د یمن په حقوقو د  تیریګرو ملاتړونه کیږی .   هغه روښانه کړې و   په نړۍ په تیره بیا   دسیمې دهیوادونو په حق کې  د امریکایانو او لویدیځوالو  جنایتونه  باید   ایشواکړائ شی  او  اسلامی ایران  دغه موضوع   په حق غواړی  نظر سره  نندارې ته وړاندې کوی .

  دایران دقضایه قوې د بشری حقوقو  مرستیال ویئلی دی ، اسلامی ایران  دبشری  حقوقو  یوه بریالۍ  تجروبه ده او  په لویدیځی  آسیا کې د ددیموکراسئ  دیوه  ستر پلیټ فارم  په توګه   فعالیتونه  نندارې ته وړاندې کوی .

دملګروملتو د بشری حقوق د شورا  اوه  دیرشمه کلنۍ غونډه  دفرورۍ د تیرې فرورۍ په شپږویشتمه   په جینیوا کې پیل شوی او  دمارچ  تر ۲۳ پورې به دوام وکړی .