دایران د کب د ۱۹ نیټې مطبوعات
په سيمه کښې د ايران شتون له امريکا او اروپا سره هيڅ اړه نه لري
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د امریکا ګستاخۍ ته د رهبرۍ د ستر مقام ځواب ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی په سيمه کښې د ايران شتون له امريکا او اروپا سره هيڅ اړه نه لري . حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د حضرت صديقه کبری فاطمه زهرا (س) د نېکمرغه ولادت په درشل کښې د اهلبېتو عليهم السلام د زرګونو شاعرانو او مدح خوانو په کتنه کښې د ايران سيمه ايز شتون سره په مخالفت کښې د امريکائي او اروپائي چارواکو د وېناو په ځواب کښې واضحه کړه: آيا مونږ پکار دي په سيمه کښې د خپل موجوديت لپاره له امريکې اجازه واخلو؟ دوي دا خبره په ګوته کړه چې د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې د شتون لپاره پکار د سيمې له حکومتونو سره مذاکرې او خبرې اترې وکړي نه له امريکايانو سره؟ او که هر کله مو وغوښتل چې په امريکه کښې موجوديت پېدا کړو نو بيا به له تاسو سره خبرې اترې کوو.
دوي په سيمه کښې د شتون په باره کښې له ايران سره خبرو اترو ته د ګروهنې په اړه اروپائي چارواکو ته په ځواب کښې هم يو ځل بيا په دې ټکې باندې تاکيد وکړ او وې وفرمايل: دا مسئله له تاسو سره څه تعلق لري؟
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ:د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې له ملتونو سره خبرې اترې کوي او ټاکلې يې ده چې لا هم مخکې لاړ شي او لا نور زيات مخکې لاړ شي.
دوي په دوام کښې د ايران د ملت په خلاف د دښمنانو څلوېښت کاله په متواتره توګه او بې مثاله دسيسه او په عېن حال کښې د اسلامي انقلاب د شجره طيبه مخ په په زياتېدو ترقي او پرمختګ د الهي مهربانۍ نښه او د وياړ سبب وبلله او واضحه يې کړه: د ايران دښمنان له تېرو څو مياشتو راهسې په فکري مرکزونو کښې غونډيږي او د کال د وروستيو دريومياشتو لپاره يې پلاننګ وکړ چې په خپل خيال د اسلامي جمهوريت کار تمام کړي.
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د لويديځوالو په وېناو کښې د «جنسيتي انصاف» په شان مسائلو مطرح کول يوه ظاهري چاره او له حقيقته لرې مسئله وبلله او په دې وروستيو مياشتو کښې د اداري مسائلو په دوران کښې له ناوړې استفادې او تشدد سره د ګڼ شمېر لويديځو چارواکو ښځو مخامخېدنې ته په اشارې سره وفرمايل: اسلام د حجاب او پردې په ذريعې سره د انحراف د دغې چارې مخې ته ور تړلے دے، نو ځکه اسلامي حجاب او پرده د ښځو د تحفظ وسيله ده.
دوي په دې باندې په تاکيد سره چې د ښځو د تشخصي او کلتوري خپلواکۍ بېرغ د ايراني ښځو په لاسو کښې دے زياته کړه: ايراني ښځو د حجاب په ساتنې سره خپل تشخصي او کلتوري خپلواکي دنيا ته صادره کړې او دا نوې خبره اعلانوي چې ښځې کولې شي د حجاب او پاک لمنۍ په ساتنې او د پرديو سړيو له ناوړې استفادې او زياتې غوښتنې څخه په مخنيوي سره په اجتماعي مېدانونو کښې فعاله او موثره شتون ولري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په هغو کسانو باندې په نيوکې سره چې د کورنۍ د مرکز سپکاوے کوي او داسې ښودنه کوي چې جنسيتي انصاف يعنې په هر ډګر کښې چې سړي شتون لري ښځې هم شتون ولري، دا کار له ښځو او د هغوي له حرمت او شخصيت سره خيانت وبلۀ او تاکيد يې وکړ: ښځه محترمه ده او هيڅوک په اجتماعي او د سائېنس او علم د زدکړو او د مسئوليت او ذمه وارۍ په حاصلولو کښې د هغې د شتون مخالف نه دے.
دوي زياته کړه: دا د اسلامي انقلاب هنر دے چې نن ايراني ښځې د ډېرو غوره سائنسدانانو، دانشورانو او کلتوري شخصيتونو برخه دي، ځکه چې له انقلاب مخکې داسې نه وه او په سائېنسي، علمي او کلتوري برخو کښې د لوړې درجې د ښځو شمېر ډېر محدود ؤ.
د قطر خارجه وزیر وایی ال سعود پراخ ټاټوبې خو وړکوټې عقل لری .
د انګلستان د کارګر ګوند مشر جرمی کوربین وایی انګلستاتن د یمن د ماشومانو پرضد په جنایت کې به بن سلمان سره ملګری دې .
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر ویلی دی اسلامی امت باید د حضرت فاطمه الزهرا س په شان په بیلګې ویاړ وکړی .
د پاکستان خارجه وزیزر خواجه اصف ویلی دی له امریکا سره زمونږ ملګرتیا تیروتنه وه او بدې پایلې یې درلودلی دی .
سیول د شمالی کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د چمتووالی خبر ورکړ .
د اوباما د وخت د ایټمی خبرو اترو کونکی لوړ رتبه غړۍ ونډی شرمین ویلی دی مونږه د ایټمی خبرو اترو له پیلیدا مخکې د موافقې متن لیکلی وو .
جمهوری اسلامی
د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر روحانی له خپل ترکیایی همڅنګ سره په ټیلی فونی تماس کې وویل ایران او ترکیه په ګډو معاملاتو کې له ملی پیسو استفادې ته چمتو دی .
په لندن کې د عربستان د ولیعهد او انګلستان پرضد پراخې مظاهرې وشوې .
د ایران د ۱۵ ایټمی پوهانو د ترورلپاره د موساد نقشه په ډاګه شوه .
د امریکا پخوانی ولسمشر بوش ویلی دی ټرمپ د دې سبب کیږی چی زه ځه وښکارم .
د قطر د امیر ورور د عربستان ولیعهد په ابوجهل سره تشبیه کړ .
د پاکستان خارجه وزیر ویلی دی له امریکا سره ملګرتیا تیروتنه وه . خواجه محمد آصف په امریکا دخپل هیواد دبې باؤرۍ په بیانولو سره وویل ، اسلام اباد به بیا له سپینې ماڼۍ سره دملګرتیا په څیر کومه تیروتنه ونه کړی او دپاکستان د ولس ګټې به د امریکا دغوښتنو قربانی نه کړی .
هغه زیاته کړې ، پاکستان دافغانستان په جنګ کې له امریکا سره مرسته وکړه او که په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه شوی ، نو داسلام اباد دمرستو په دلیل ؤ .
دپاکستان خارجه وزیر دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ووئیل ، هماغه ډول چې ا مریکایان پر مونږ باؤر نه لری ، مونږ هم پرې هیڅ ا عتماد نه لرو اوترڅو چې د اعتماد اوباؤر موضوع حل نه شی ، د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم نه ښه کیږی .
هغه همداراز روښانه کړې دپاکستان مناسب بهرنی سیاستونه لامل شوی څو له امریکا سره داړیکو له کمیدا سره په یو وخت له روسیې سره داسلام اباد ارتباط پیاوړی شی چې دا موضوع دپاکستان لپاره ډ یر زیات اهمیّت لری .
د پاکستان دخارجه وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې شوی ، چې له دې سره په یووخت دپاکستان دخارجه وزیر مرستیاله میرمن تهمینه جنجوعه هم له امریکا سره داړیکو دښه کولو لپاره واشنګټن ته تللې ده .
د پاکستان امریکا اړیکې د تیر کال لاه اګست میاشت راهسې دپاکستان په ضد د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له تورونو وروسته خرابې شوی دی .
یوې عراقۍ ډلې ویلی دی چی امریکا له دروازې وباسو خو له کړکۍ بیرته راځی .
د امریکا د سی ای اې مشر اعلان کړی د سوریې مخالفان نور د بشار اسد د نظام د نسکورولو توان نلری .
اطلاعات
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال د عراق له ولسمشر سره په کتنه کې وویل د ایران او عراق د اقتصادی مبادلاتو سویه باید له اوه میلیارډ ډالرو واوړی .
د امریکا او شمالی کوریا مشرانو د کتنې ناڅابی اعلان وشو او ویلی کیږی چی ټاکل شوی ده ، تر غوای میاشتې دواړه مشران کتنه وکړی .
د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران ضد څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ هیڅکله دنورو د ټاټوبو نیواک دوام نه دی لرلی .
انګلستان خپلې اقتصادی ګټې له نړیوال امنیت او سولی سره معامله نکړی . د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل انګلستان او نور هیوادونه باید په یوه مسولانه اقدام کې ریاض په یمن کې د وینې بهولو بندولو او د ترهه ګرو لید توګونو د صادرولو په خاطر تر دباو لاندې راولی او خپلې اقتصادی ګټې له نړیوال امنیت او سولی سره معامله نکړی .
ښاغلی قاسمی لندن ته د عربستان د ولیعهد بن سلمان په سفر کې د سعودی او برتانوی چارواکو د ایرانی ضد دریځونو او څرګندونو په غبرګون کې د داسې غیر مسولانه ملګرتیاو د غندلوپه ترڅ کې وویل دا یو جالب طنز دې چی برتانوی چارواکی د عربستان له مقاماتو سره په کتنه کې چی په یمن تیری کونکې او په دغه هیواد کې د جنګی جنایت او انسانی غمیزې د رامینځته کیدا عامل دې ،او کلونه کیږی چی په مینځنی ختیځ او نړۍ کې د ترهه ګرۍ ، جنګ رامینځته کونې او افراط پالنې ملاتړې او دودونکې دې ، ایران پرضد داسې دریځونه او څرګندونې کوی .
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په لندن کښې د ایران په سفارت باندې د تیري کونکو د نیول کیدو خبر ورکړ .
په ایران کې دپاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان د سولې دپایپ لاین بشبړتیا دپاکستان لپاره ډیره مهمه ده .