بشری حقوق نړیوالې ټولنې ته دامریکا،لویدیځ اوملګروملتو کومه ډالۍنه ده
هغه بشری حقوق چې امریکایان او دهغې اروپائی متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .
دایران دقضایه قوې د بشر حقوقو دکمیشن منشی محمد جواد لاریجانی بیګا په جینوا کې له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې له بشری حقوقو سره په مخامخیدا کې د لویدیځ دوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، هغه بشری حقوق چې امریکایان او دهغې اروپائی متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .
هغه په سیمې کې دامریکایانو جنایتونو ته په اشارې سره روښانه کړې، امریکایان دلبنان ،فلسطین، یمن اونورو هیوادونو پشمول د دسیمې په سترو جنایتونو کې لاس لری ،خو دبشری حقوقو دملاتړ مدعیان هم دی
لاریجانی همداراز دبشری حقوقو له ارزښتونو په دفاع کې دسعودی عربستان دتیلی ډالرو رول ته په ا شارې سره ووظیل امریکا او دهغې اروپائی متحدان دهغو ټولو جنایتونو مسئول دی چې په یمن ،سورئې ، فلسطین او نورو هیوادونو کې کیږی ، ځکه یا پکې امریکا او اروپایان په مستقیم ډول لاس لری او یا ئې هم په وسلو د دغو هیوادونو ولسونه وژل کیږی .
دایران دبشری حقوقو دکمیشن منشی ټینګار کړی ، دمسلمانانو دعقاید تفتیش له بشری حقوقو سره په مخامخیدا کې د لویدیځ د دوه ګوڼو سیاستونو د اعمالیدا یو بل مورد دی .