بشری حقوق نړیوالې ټولنې ته دامریکا،لویدیځ اوملګروملتو کومه ډالۍنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67319-بشری_حقوق_نړیوالې_ټولنې_ته_دامریکا_لویدیځ_اوملګروملتو_کومه_ډالۍنه_ده
هغه بشری حقوق چې امریکایان او دهغې اروپائی متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2018 01:47 Asia/Kabul
  •   بشری حقوق نړیوالې ټولنې ته دامریکا،لویدیځ اوملګروملتو کومه ډالۍنه ده

هغه بشری حقوق چې امریکایان او دهغې اروپائی متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .

دایران دقضایه قوې  د  بشر حقوقو  دکمیشن  منشی محمد  جواد لاریجانی  بیګا په  جینوا کې  له  المیادین  ټیلیویژنی چینل سره په خبرو  کې    له بشری حقوقو سره  په مخامخیدا کې  د لویدیځ  دوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره  زیاته کړې ، هغه  بشری  حقوق  چې  امریکایان او  دهغې اروپائی  متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ  او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .

 هغه  په سیمې کې دامریکایانو  جنایتونو ته په اشارې سره   روښانه کړې،  امریکایان    دلبنان  ،فلسطین، یمن  اونورو هیوادونو پشمول  د دسیمې په سترو جنایتونو کې  لاس لری ،خو  دبشری حقوقو  دملاتړ مدعیان هم دی

 لاریجانی همداراز  دبشری حقوقو  له ارزښتونو په دفاع کې  دسعودی عربستان دتیلی ډالرو  رول ته په ا شارې سره  ووظیل امریکا او دهغې اروپائی متحدان  دهغو ټولو جنایتونو مسئول دی چې  په یمن ،سورئې ، فلسطین  او نورو هیوادونو کې  کیږی ، ځکه   یا پکې امریکا او اروپایان په مستقیم ډول  لاس لری او یا ئې هم په وسلو د دغو هیوادونو  ولسونه وژل کیږی .

 دایران دبشری حقوقو دکمیشن منشی ټینګار کړی ،   دمسلمانانو  دعقاید تفتیش   له بشری حقوقو سره   په مخامخیدا کې د لویدیځ   د دوه ګوڼو سیاستونو د اعمالیدا یو بل مورد دی .