د ایران د کب د ۲۲ نیټې مطبوعات
په افغانستان کې د امریکا د ۶۰۰۰ ورځو په مداخله کې ۱۱۱ زره کسان وژل شوی دی .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومی مخ د نورو مهمو مطلبونو تر څنګ دغه مطلب ته هم اشاره کړی ده چی په افغانستان کې د امریکا د ۶۰۰۰ ورځو په مداخله کې ۱۱۱ زره کسان وژل شوی دی .
دایران دقضایه قوې د بشر حقوقو دکمیشن منشی محمد جواد لاریجانی په جینوا کې له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې له بشری حقوقو سره په مخامخیدا کې د لویدیځ دوه ګوڼو سیاستونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، هغه بشری حقوق چې امریکایان او دهغې اروپائی متحدان ئې وړاندې کوی ، په ریاکارۍ ، ډبل سټنډرډونو ، توکمپالنۍ او ځان منامۍ باندې مشتمل دی .
ایران د افغان کډوالو لپاره د پوهې دروازې پرانستلې . په ایر ان کی د افغانستان سفیر وویل اسلامی ایران په دغه هیواد کې د زیږیدل شوی افغان نسل لپاره د علم او پوهې دروازې پرانستلی دی .
نصیر احمد نور د تهران د تحقیقاتو او علومو د یونټ او ازاد اسلامی پوهنتون کې په دې په خواشینۍ څرګندولو سره چی د افغانستان خلک کابو څلور لسیزې نورو هیوادونو ته کډوالیدا ته مجبوره شوی ، زیاته کړه افغان ښاریز په هر هیواد کې چی دی ، په تیره بیا په علم او ټیکنالوجۍ ډګرونو کې ښه ځلیدلی دی .
په تهران کی د افغانستان سفیر ، ایران او افغانستان د ډیرو ګډو ټکیو درلودونکی وبلل او جوته یې کړه چی ایران او افغانستان د یوه بل په برخلیک اغیز شیندی په دې ډول چی د ایران قدرت او اقتدار به د افغانستان د قدرت او اقتدار سبب شی .
اطلاعات ورځپاڼه
د ایران د ملی امنیت د لوړی شورا سیکرټر شمخانی ویلی دی چی د ایران په دفاعی توان خبرې اترې نه کیږی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف پاکستان ته په سفر کې ویلی دی چی ایران د چین او پاکستان له اقتصادی کوریډور سره له یو ّځای کیدا هرکلی کوی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف وویل د ایران او پاکستان اړیکی یوازې ډیپلوماټیکی اړیکی ندی بلکې یوه عاطفی رابطه ده او په ډیرو ګډولو کې جرړه لری چی سیاسی اختلافات ورته هیڅکله ګوزار نه ورکوی .
ښاغلی ظریف په اسلام اباد کې د ایران او پاکستان د اړیکو د ټینګیدا د ۷۰ کلیزې په دستورو کې زیاته کړه د ګازو د نل لیکی بشپړیدا ، د بانکی خنډونو لیری کیدا او د ازاد تجارت اجرایی کیدا به د دواړو هیوادونو د ورورګلویزو اړیکو د پیاوړتیا سبب شی .
د ایران خارجه وزیر د دې خبرې په کولو سره چی ایران او پاکستان ډیر ظرفیتونه او فرصتونه لری چی له هغو ښه استفاده کولی شی ، جوته کړه نن ځینې هیوادونه فکر کوی چی د وسلو په اخیستلو سره خپل امنیت تامینولې شی خو هیڅکله داسې نده.
ښاغلی ظریف په سیمه کې د افراط پالنې او ترور د جرړه ویستلو په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه نن سیمه له افراط پالنې او ترور کړیږی او باید د اختلافاتو په څنګته کولو او د سیمې د هیوادونو ترمینځ د دوستانه اړیکو په رامینځته کولو او واحد امت په جوړولو سره د غلیمانو دسیسو ته ماته ورکړی . د ایران خارجه وزیر زیاته کړه جزیی اختلافات باید له یوه بل د ایران او پاکستان د بیلتون سبب نشی ، ځکه چی نن دښمنان هڅه کوی د اختلافاتو په رامینځته کولو سره د دواړو هیوادونو سرچینې لوټ کړی .
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس قرارګاره د عامه اړیکو څانګې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان په سرحدي پوسټه کښې د بم ایښودل شوي ګاډي د تباه کولو او پکښې د دوو ترهګرو د هلاکت خبر ورکړ.
په نیپال کې د بنګلادیش د الوتکی په نسکوریدا کې کابو ۵۰ کسان وژل شوی دی
په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور حمله شوې . د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور باندې د برید کونکي کس هویت نه دی معلوم، وویل: د آسټریا پولیس د دې موضوع په څیړنه لګیا دي.
د جرمني په پلازمینه برلین کښې یو جومات په عمدي توګه وسوزول شو. د جرمني پولیسو ویلي، دریو تندلارو ځوانانو د برلین په رینکنډرف سیمه کښې یو جومات وسوزوه. د جومات د ودانۍ داخلي برخه په بشپړه توګه زیانمنه شوې ده.