د ایران د کب د 23 نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67425-د_ایران_د_کب_د_23_نیټې_مطبوعات
دامریکا ولسمشر ټرمپ خارجه وزیر ریکس ټیلرسن له کاره لیری کړ. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دباندنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن ترمینځ له ډیر وخت راهسې دبهرنی سیاست په اړه ډیر اختلافات وو او څه موده مخکې خارجه وزیر ولسمشر یو لیونی سړی بللی وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د 23 نیټې مطبوعات

دامریکا ولسمشر ټرمپ خارجه وزیر ریکس ټیلرسن له کاره لیری کړ. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دباندنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن ترمینځ له ډیر وخت راهسې دبهرنی سیاست په اړه ډیر اختلافات وو او څه موده مخکې خارجه وزیر ولسمشر یو لیونی سړی بللی وو .

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

روسیې امریکا ته په سوریې د امر یکا په اړه جوت خبردارې ورکړ  او ویې ویل چی که امریکا حمله وکړه نو پریکنده ځواب به ورته ورکړو .

د امریکا بهرنی سیاست د امریکا د سی اې لاس ته ورغله . دامریکا ولسمشر ټرمپ خارجه وزیر ریکس ټیلرسن له کاره لیری کړ. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دباندنیوچارو د وزیر ریکس ټیلرسن ترمینځ له ډیر وخت راهسې دبهرنی سیاست په اړه ډیر اختلافات وو او څه موده مخکې خارجه وزیر  ولسمشر یو لیونی سړی بللی وو .

دامریکا پخوانی خارجه وزیر ریکس ټیلرسن سن دغه راز د اټومی موافقې  او دقطر ملاتړی وو خو نوی خارجه وزیر مائک پومپئوبیا یو ډیر سرزوری کس او داټومی موافقې سخت مخالف ګڼل کیږی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ واک ته له رسیدا وروسته تراوسه دوه څلویښت لوړرتبه حکومتی چارواکی له کارونو لیرې کړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د خارجه وزیر له څنګ ته کولو وروسته دهغه مرستیال سټیویئن ګولډسټین هم له کاره لیرې کړی .

ایت ا...جنتی  یو ځل بیا د خبرګانو شورا مشر شو .

دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په «کیلی فورنیا »ایالت کښې دسمندری عسکرو په ټول کښې یوځل بیا وویل دایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه ترټولو بده موافقه ده.

د امریکا دبهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ۲۰۱۶میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسنی ولسمشر ټرمپ د سیال ډیموکراټ ګوند کاندیدې میرمن هیلاری کلینټن وویل ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر دجوړیدا وړتیا نلری .

د ایران خارجه وزیر آزاد تجارت او د ګوادر او چابهار د بندرونو تړاؤ د ایران او پاکستان د سوداګري اړیکو د پراختیا مهمه لاره وبلله.

 

کیهان

 

په غوطه شرقی کی د ترهه ګرو د بشپړیدا نابودیدا په درشل کی امریکا او فرانسې ، سوریه په پوځی حملې وګواښله  .

د اسلامی ایران خارجه وزیر ویلی دی د ګوادر او چابهار بندرونو تړاؤ د پاکستان او ایران لپاره مهم دی . محمد جواد ظریف د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ایران او پاکستان په تجارتي غونډه کښې وویل: ایران به هیڅکله پرې نږدي چې د پاکستان ګټې په خطر کښې ولویږي او ډاډ لري چې پاکستان هم متقابله کړنلاره لري.

ښاغلي ظریف په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د پاکستان د انرجۍ د برخې اړتیاوې پوره کولی شي، څرګنده کړه: ایران په پاکستان کښې د انرجۍ د کړکیچ د هواري لپاره دې هیواد ته د ګیس د منتقلولو لپاره دوه میلیارډه ډالر لګولي دي او همداشان چمتو دی چې دوه زره میګاواټه بریښنا هم پاکستان ته ورکړي.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د ایران او پاکستان سوداګري اړیکې او ملګرتیاوې د بانکي همکاریو له لارې پیاوړې کیدی شي، وویل: بانکي روابط د دواړو هیوادونو د سوداګري مبادلاتو اندازه څو چنده زیاتولی شي.

په سپینې ماڼۍ کې د کړکیچ په دوام کې  ټیلرسن هم څنګته شو .

امریکا د عراق د انتخاباتو لپاره پروګرام لری .

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو کارپیژاندی وایی چی اجباری لوږه له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره د میانمار حکومت سیاست دی .

 

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان او عسیر سیمو کښې په حملو کښې دعربستان اوه پوځیان هلاک کړل .

د لبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په بیروت کښې له فلسطین سره د پیوستون په څلورمې نړیوالې غونډې کښې وویل د فلسطین د مسلې حل لاره دامریکا په لاس کښې نه ده بلکې باید دامریکا په جنایتونو تمرکز وشی .

 

ابتکار ورځپاڼه

 

د اسلامی ایران خارجه وزیر  ډاکټر جواد ظریف ویلی دی ایران د نوازشریف د مینځګړیتوب هرکلی کړی وو . دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پاکستان د «جیونیوز ټیلی ویژن» په کیپیټل ټاک پروګرام کښې وویل پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د سعودی عربستان او د ایران ترمینځ د مینځګړیتوب کار پیل کړی وو او کله چې نوازشریف ایران ته راغی نو تهران دهغه دهڅو هرکلی وکړ

دایران خارجه وزیر جواد ظریف  وویل ایران په پاکستان کښې د جاسوسۍ په تور دنیول شوی کس کلبهوشن یادو په اړه چې څومره معلومات وو اسلام اباد ته ورکړی دی .

هغه دایران او  د سعودی عربستان په اړیکو کښې دپاکستان درول په اړه وویل کله چې  دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سعودی عربستان ته لاړ  او د ایران او د عربستان ترمینځ یې دمینځګړیتوب خبره وکړه نو عربستان دهغه دهڅې هرکلی ونکړ .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل ایران د پاکستان او دچین داقتصادی کوریډورهرکلی کوی او د ایران او دګازو  د نل لیکې په پروژې کښې د چین شاملولو ته هم چمتو دی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل دکشمیر د مسلې دحل لپاره تهران په راتلونکی کښې هم د اسانتیا برابرولو ته چمتو دی .

هغه زیاته کړه په تیرو څو ورځو کښې دووځان وژونکو ایران ته د ورتلو هڅه وکړه خو د پاکستان په مرستې سره مو دهغوې هڅه شنډه کړه .

دایران خارجه وزیرجواد ظریف  وویل مونږ به هیڅ هیواد ته  اجازه ورنکړو چې د ایران  خاوره د پاکستان پرضد استعمال شی او زیاته ی  کړه تهران د کلبهوشن یادو په اړه اسلام اباد  ته ټول معلومات ورکړی دی .

د جمو او کشمیر په شوپیا سیمه کښې د هند د امنیتي ځواکونو په لاس د شپږو بیلتون غواړو په وژل کیدو باندې په اعتراض کښې له پرون څخه کاربندیز پيل شوی دی.

روسیه وایی که په سوریې د امریکا توغندوی حمله وشوه نو ورته پوځی ځواب ورکوو .

دعراق دفاع وزیر« عرفان الحیالی »پرون په بغداد کښې د داعش ضد د څلورګوڼه مرکز د کتنې په وخت ترهګرۍ ته په ماتی ورکولو کښې د بغداد دحکومت بریالیتوبونه دعراق له حکومت سره د ایران ، سوریې او دروسیې د ملګرتیا له کبله وبلل .