انقلابی خبره داسلامی نړۍپه غالبې خبرې بدله شوې ده
داسلامی انقلاب د معظم لا رښود ځانګړی سلاکار همداراز روښانه کړې ، د اسلامی مقاومت فرهنګ ، له ایرانه ،لبنان، یمن او عراق ته منتقل شوی او د سورئې حکومت توانیدلی دی ، د دښمنانو په مقابل کې مقاومت وکړی او اوس دمقاومت فرهنګ اوکلتور سیمې ته وارد شوی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د درستو قواؤ دکمانډر انچیف لوړپوړی سلاکار سردار یحی رحیم صفوی نن په تهران کې د : کتاب سال پاسداران اهل قلم : نومې کتاب د ټاکل کیدا د دولسم پړاؤ په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل هغه انقلابی خبره چې داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی او د معظم لارښود په هغې پسې دی ، دنورو خبرو په مقابل کې ، په اسلامی نړۍ کې په برلاسه اوغالبې خبرې بدله شوې ده .
سردار صفوی زیاته کړې ، انقلابی خبره دایران په اسلامی جمهوری نظام کې او په سیاسی اړخ کې په دینی ولسواکه حکومت او پر خپل برخلیک د خلکو په حاکمیّت بدله شوې ده او ایران توانیدلی دی ، د اسلامی ټولنو لپاره عدالت او آزادی غواړی بیلګه وړاندې کړی .
داسلامی انقلاب د معظم لا رښود ځانګړی سلاکار همداراز روښانه کړې ، د اسلامی مقاومت فرهنګ ، له ایرانه ،لبنان، یمن او عراق ته منتقل شوی او د سورئې حکومت توانیدلی دی ، د دښمنانو په مقابل کې مقاومت وکړی او اوس دمقاومت فرهنګ اوکلتور سیمې ته وارد شوی دی.
هغه وئیلی دی ، دنړۍ یو میلیارډ او شپږسوه میلیون مسلمانان ، د اسلامی فرهنګ اوتمدن په درلودلو سره ډیر زیات پوټینشل لری ا و داسلامی نړۍ د درستو عاقلانو هیله ، د یوه هغه ماډرن اسلامی تمدن رامینځة ده چې ، چې د مسلمانو ملتونو دقدرت اوغږملتیا او داسلامی نړۍد راتلونکی د جوړونې لامل کیږی .
سردار تورن جنرال صفوی وئیلی دی ، دایران اسلامی جمهوریت د ماډرن اسلامی تمدن د وړاندې کولو په زمینې کې ددینی ولسواکه حکومت لپاره یوه بیلګه وړاندې کړې ده او اسلامی نړۍ په وحدت کې ئې عملی ګامونه پورته کړی دی .