پر یمن تیري کونکي خپل هیڅکوم هدف ته نه دي رسیدلي
د ایران خارجه وزارت: تیري ګر په یمن کښې له انساني ضد غمیزو پرته خپل هیڅ یو هدف ته نه دي رسیدلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یمن باندې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ځواکونو د پوځي تیري د څلورم کال په پیل کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دغه پوځي تیري د غندلو په ترڅ کښې پر یمن د پوځي بریدونو او پکښې د خلکو د وژلې د سمدستي بندیدو او د دغه هیواد د کلابندۍ د اوچتیدو غوښتنه وکړه.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، د ایران د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي: په یمن کښې جنګ د بې ثباتۍ او ناامنۍ، د لسګونو زره کسانو له مرګ ژوبلې، د روغتیايي او عمراني بیخ بیناؤ له نابودۍ او په وبا بندې د یمن د څه باندې یو میلیون کسانو له اخته کیدو او همداشان د ترهګرو او تکفیري ډلو له زیاتیدو پرته بله نتیجه نه ده لرلې او تیري ګر هم د یمن له ورانولو او په دغه هیواد کښې د انساني ضدو غمیزو له رامینځته کولو پرته خپلې هیڅ موخې ته نه دي رسیدلي.
دې بیانیې د نړیوالو کړکیچونو لپاره د ملګرو ملتو د استازو لخوا د پره ایزې کړنلارې په نه لرلو باندې په ټینګار سره زیاته کړې، د ایران اسلامي جمهوریت پوره تیار دی چې د اوربند د ټینګولو، د یمني-یمني خبرواترو د پیلولو او د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو په لړ کښې د دې شخړې له ښکیلو لورو سره مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تاکید کړی چې امریکا او ځیني اروپایي هیوادونه دې د یمن خلاف د تیري ګرو د ملاتړ او هغوي ته د ډول ډول وسلو او جنګي الوتکو د ورکولو پر ځاې، په دغه هیواد کښې د جنګ او پرله پسې جنګي جنایتونو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات وکړي.
د ایران د خارجه وزارت په بیانیه کښې څرګنده شوې ده: د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره، سیاسي حل لاره ده او دا جنګ پوځي بریالی نه لري او په همدې وجه د ایران اسلامي جمهوریت له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر یمن د تیریو او محاصرې د ختمولو لپاره بین المللي دباونه زیات کړي.