دسیمې ځینې هیوادونه دبشری حقوقو خلاف ورزۍ کوی
Mar 26, 2018 01:36 Asia/Kabul
-
دغه پریکړه لیک د یوه خاص سیاسي بلاک او دسیمې د یوشمیر هیوادونو چې په خپله د سیمې او دنړۍ په سویه د بشري حقوقو اساسي خلاف ورزکونکي ګڼل کیږی په رایو تکیې سره صادر شوی .
زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی د ایران پرضد د بشری حقوقو دشورا د پریکړه لیک صادریدل وغندل او هغه یې دملګروملتونو له حقوقی لارو چارو د یو(۱) محدود شمیر هیوادونو د ناوړه استفادې نښه وبلله .
هغه ډاګینه کړه دغه پریکړه لیک د یوه خاص سیاسی بلاک او دسیمې د یوشمیر هیوادونو چې په خپله د سیمې او دنړۍ په سویه د بشری حقوقو اساسی خلاف ورزکونکی ګڼل کیږی په رایو تکیې سره صادر شوی دی او دغه پریکړه لیک دایران له نظره غندل شوی او دنه منلو وړ دی .
ټیګونه