په سوریې کښې د بهرنیو عسکرو شتون غیرقانونی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68488-په_سوریې_کښې_د_بهرنیو_عسکرو_شتون_غیرقانونی_دی
زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل د سوریې دحکومت له اجازې پرته په هیواد کښې دبهرنیو ځواکونو شتون غیر قانونی او غیر منطقی دی او دغه بهیر باید ختم شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 00:02 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان په سوریې کښې په یوشمیر سیمو بمبارۍ کوي او د ترهګرو ملاتړ کوي .
    صهیونیسټان په سوریې کښې په یوشمیر سیمو بمبارۍ کوي او د ترهګرو ملاتړ کوي .

زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل د سوریې دحکومت له اجازې پرته په هیواد کښې دبهرنیو ځواکونو شتون غیر قانونی او غیر منطقی دی او دغه بهیر باید ختم شی .

هغه پرون د ایران ،  د روسیې او دترکیې د مشرانو په درې اړخیزه غونډې کښې د ګډون لپاره انکارې ته له روانیدا مخکې دتهران په مهر اباد هوایی ډګر کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې په سوریې کښې مشکلات هماغه راز دوام لری وویل په سوریې کښې په توکمیزو او قومی تفرقو سربیره بهرنۍ لاسوهنې هم دوام لری او ځینې هیوادونه ټروریسټان پیاوړی کوی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې امریکا د سوریې په ځینو ختیځو سیمو کښې د دغه هیواد دحکومتی عسکرو د نه دیره کیدا او حتی د سوریې د ویشل کیدا کوشش کوی وویل بهرنی عسکر باید دسوریې  د  راتلونکی په باره کښې لاسوهنه ونکړی ځکه چې د هیواد راتلونکی د سوریې له خلکو سره اړه لری او د سوریې دخلکو د غوښتنې پراساس نړیواله ټولنه باید دغه غوښتنه پیاوړی کړی او هغه تائید کړی .

هغه په سوریې کښې د صهیونیسټ رژیم لاسوهنو ته په اشارې سره وویل په دغه هیواد کښې د اسرائیلو لاسوهنه هماغه راز دوام لری او صهیونیسټان په سوریې کښې په یوشمیر سیمو بمبارۍ کوی او د ترهګرو ملاتړ کوی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د سوریې د کړکیچ په اړه  د روسیې د سوچی او دغه راز د استانه دغونډو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل دسوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری بلکې  حل لاره سیاسی ده او باید په ازادو او پراخ بنسټه خبرو سره د سوریې د خلکو د خوښې وړ نتیجو ته ورسیږو .

هغه په سوریې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په دوام ټینګار سره وویل که څه هم داعش ډلې اساسی ګوزار خوړلی دی خو نورې ترهګرې ډلې هماغه راز فعالې دی نو ځکه خو له ټروریسټانو سره مبارزه باید دوام ولری .