ظريف: په سوريې کښې د ايراني صلاحکارانو شتون قانوني دے
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير وويل: په سوريې کښې د ايران د فوځي صلاحکارانو شتون قانوني دے او د دمشق په غوښتنه يې بڼه نيولې ده.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف له بي بي سي عربي سره په مرکه کښې وويل،په سوريې د ايران د فوځي صلاحکارۍ شتون د داسې حکومت په دعوت سره دے چې نړيواله ټولنه يې په رسميت پېژني.
د ايران د بهرنيو چارو وزير واضحه کړه چې په سوريې کښې جنګ جګړه اوس له هغه څه نه ډېره کمه ده چې د آستانې او سوچي له موافقو نه مخکې موجود وو.
د ايران ولسمشر هم نن په انقره کښې د ايران، ترکيې او روسيې د ولسمشرانو د غونډې په آخر کښې دې ته په اشارې سره چې اوس د ترهه ګرۍ په خلاف د مسلسلې مبارزې لپاره د سيمې د خلقو اميد له مخکې هر وخت نه زيات شوے دے وويل، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لار کښې تقريباً ۱۵ مياشتې مخکې د قزاقستان په آستانه ښار کښې يوه غونډه جوړه شوه او پکښې يوداسې چلند ته پاملرنه وشوه چې دغه چلند د سوريې په څلورو سيمو کښې په يو ډول ډزبندۍ او تاوتريخوالي د کمېدو سبب شو.