د اسلامی ویښتیا د ټولنې مشر سوریې ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68882-د_اسلامی_ویښتیا_د_ټولنې_مشر_سوریې_ته_تللی
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر او دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود د نړیوالو چارو سلاکار علی اکبر ولایتی « قدس زمونږ کړچار او زمونږ د مقصد» په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2018 00:56 Asia/Kabul
  • د « القدس وجهتنا »نړیوال کانفرنس له نن څخه تر دوو(۲) ورځو پورې ددمشق  د  «دارالاسد» د غونډو په سالن(Salon) یا هال کښې ترسره کیږي .
    د « القدس وجهتنا »نړیوال کانفرنس له نن څخه تر دوو(۲) ورځو پورې ددمشق د «دارالاسد» د غونډو په سالن(Salon) یا هال کښې ترسره کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر او دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود د نړیوالو چارو سلاکار علی اکبر ولایتی « قدس زمونږ کړچار او زمونږ د مقصد» په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید .

دایران یو (۱)پلاوی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې له مشر سره یوځاې دمشق ته تللی دی .

د « القدس وجهتنا »نړیوال کانفرنس له نن څخه تر دوو(۲) ورځو پورې ددمشق  د  «دارالاسد» د غونډو په سالن(Salon) یا هال کښې ترسره کیږی .

په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکی د فلسطین د ملت د حقوقو د ضایع کولو په زمینه کښې د صهیونیسټ  دښمن  او دهغه دملاتړو هیوادونو د دسیسو د بیانولو په ترڅ د فلسطینی ټاټوبی د خلکو د ایډیل د تحقق لپاره د فلسطین له ملت څخه د ملاتړ په اړه خپلې لیدتوګی بیانوی .