د اسلامی ویښتیا د ټولنې مشر سوریې ته تللی
Apr 10, 2018 00:56 Asia/Kabul
-
د « القدس وجهتنا »نړیوال کانفرنس له نن څخه تر دوو(۲) ورځو پورې ددمشق د «دارالاسد» د غونډو په سالن(Salon) یا هال کښې ترسره کیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر او دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود د نړیوالو چارو سلاکار علی اکبر ولایتی « قدس زمونږ کړچار او زمونږ د مقصد» په نړیوال کانفرنس کښې دګډون لپاره د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید .
دایران یو (۱)پلاوی د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې له مشر سره یوځاې دمشق ته تللی دی .
د « القدس وجهتنا »نړیوال کانفرنس له نن څخه تر دوو(۲) ورځو پورې ددمشق د «دارالاسد» د غونډو په سالن(Salon) یا هال کښې ترسره کیږی .
په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکی د فلسطین د ملت د حقوقو د ضایع کولو په زمینه کښې د صهیونیسټ دښمن او دهغه دملاتړو هیوادونو د دسیسو د بیانولو په ترڅ د فلسطینی ټاټوبی د خلکو د ایډیل د تحقق لپاره د فلسطین له ملت څخه د ملاتړ په اړه خپلې لیدتوګی بیانوی .
ټیګونه