ځینې هیوادونه له ترهګرۍ اوزاری استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68948-ځینې_هیوادونه_له_ترهګرۍ_اوزاری_استفاده_کوی
زمونږ خبریال وایی په سیاسی چارو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابر انصاری په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې د موضوع مطرح کول له ترهګرۍ د اوزاری استفادې د دوام لپاره د ځینو قدرتونو د فضا جوړول وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 00:34 Asia/Kabul
  • تهران د هیڅ هیواد لخوا  دکیمیاوي وسلو کارول  نه مني .
    تهران د هیڅ هیواد لخوا دکیمیاوي وسلو کارول نه مني .

زمونږ خبریال وایی په سیاسی چارو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابر انصاری په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې د موضوع مطرح کول له ترهګرۍ د اوزاری استفادې د دوام لپاره د ځینو قدرتونو د فضا جوړول وبلل .

هغه پرون په تهران کښې دسوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازی الکساندر لاورنتیف (Alexander Lavrentiev) سره په کتنې کښې ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت د کیمیاوی وسلو له موضوع  اوزاری استفاده نه منی .

په سیاسی چارو کښې دایران دبهرنیو چارو د وزیر لوړرتبه مرستیال حسین جابر انصاری وویل که چیرې په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه کومه ادعا وی هم نو ایران په دغه مسلې د قانونی غور غوښتونکی دی .

هغه وویل  په اوس وخت کښې د کیمیاوی وسلو د ترټولو ستر قربانی په توګه دایران د اسلامی جمهوریت دریځ تل شفاف وو او دی اوتهران د هیڅ هیواد لخوا  دکیمیاوی وسلو کارول  نه منی .

دروسیې خارجه وزارت هم ویلی دی هغه ادعاګانې چې دسوریې په دوما کښې دکیمیاوی حملې په اړه کیږی یوازې دترهګرو  ډلو داقداماتو د پوښښ او په سوریې د بهرنیو هیوادونو د پوځی حملې د توجیه لپاره تعقیبیږی .