دمشق له تهران سره کلکې او ژورې اړیکې لري
د سوریې د پارلیمان مشر د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هیواد د اړیکو په مضبوطوالي ټینګار وکړ.
حموده الصباغ په دمشق کښې، په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له سلاکار علي اکبر ولایتي سره په کتنه کښې زیاته کړه: سوریه او ایران د استکباري قدرتونو په وړاندې یوه جبهه کښې دي.
د سوریې د پارلیمان مشر په دې خبرې سره چې د ترهګرو او د هغوي د ملاتړو په وړاندې فاینل بریا نزدې ده، څرګنده کړه: له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د سوریې د ملګرو او وروڼو هیوادونو چې په سر کښې یې د ایران اسلامي جمهوریت دی، رول ډیر مهم دی.
په دغه کتنه کښې په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي اکبر ولایتي هم وویل: د ایران او سوریې اړیکې د نورو هیوادونو لپاره یو مثال دی او تهران په سوریه کښې د ترهګرو د جنګ د پیلیدو راهیسې یوه شیبه هم د خپل دغه ورور هیواد ترڅنګ په دریدو کښې شک نه دی کړی.
ښاغلي ولایتي همداشان د سوریې د پارلیمان له مشر سره خپله کتنه مخلصانه، مهمه او ښه وبلله او ټینګار یې وکړ: د ایران او سوریې پارلیمانونه په خپلو کښې ډیرې تاودې او پیاوړې اړیکې لري.