آیت الله اراکي په دمشق کښې له بشارالاسد سره وکتل
د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر سره وکتل.
بشارالاسد په دمشق کښې د اسلامي وحدت د وړومبي نړیوال کانفرنس د ترسره کیدو ترڅنګ د آیت ا... محسن اراکي په کتنه کښې روانو حساسو حالاتو ته په اشارې سره چې سوریه د استکبار له یرغل سره مخ شوې، دا شتون د مقاومت له چورلیز په تیره بیا سوریې څخه د مسلمانو ولسونو د ملاتړ نښه وبلله.
بشار الاسد وویل: سوریه په دې حساسو حالاتو کښې د مسلمانانو په وحدت او د علماؤ په رول باور لري او د علمای دین رغنده رول د مسلمانو ولسونو پر سر د یو سیوري په شان دی.
د سوریې ولسمشر همداشان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د ملاتړونو په قدرونې سره له علماؤ وغوښتل چې د وحدت او مقاومت عقلي اصول وجاجوي او د تکفیر جرړه وپیژني او ورسره مقابله وکړي.
په دغه کتنه کښې اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي آیت ا... محسن اراکي هم په دمشق کښې د اسلامي امت د وحدت د کانفرس د ترسره کولو او پکښې د اسلامي نړۍ د یوشمیر سترو عالمانو او متفکرانو د شتون د زمینې په برابرولو کښې د سوریې د ولسمشر او د دغه هیواد د اوقافو د وزیر په قدرونې سره، د اسلامي ټولنو د یووالي لپاره د پخې لارې په برابرولو کښې د علماؤ په رول ټینګار وکړ.