ولايتي: د ايران او سوريې تعلق سټراټيجک دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69074-ولايتي_د_ايران_او_سوريې_تعلق_سټراټيجک_دے
په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار نن مازيګر په دمشق کښې له خبريالانو سره په مرکه کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت او سوريې تعلق سټراټيجک، پائېدار او هر اړخيز دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2018 15:47 Asia/Kabul
  • ولايتي: د ايران او سوريې تعلق سټراټيجک دے

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار نن مازيګر په دمشق کښې له خبريالانو سره په مرکه کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت او سوريې تعلق سټراټيجک، پائېدار او هر اړخيز دے.

ډاکټر علي اکبر ولايتي د ترهه ګرو له قبضې څخه د ختيځې غوطې د دوما سيمې د ازادولو لپاره د سوريې د فوځ له عملياتو وروسته د دغه هېواد په خلاف د استکبار د محاذ وروستۍ جنجال جوړونې ته اشاره وکړه او وې ويل:سوريه له اوو کلونو زياتې مودې راهسې د امريکې او صهيونېسټانو په محوريت سره په هر اړخيز نړيوال جنګ کښې ښکېله ده او په ښه ډول يې دغه فتنه زغملې ده.

ولايتي تاکيد وکړ، استکباري محاذ تر اوسه نه دي کړې شوي په سوريې کښې څه کار په مخ بوځي او له دې وروسته هم نه شي کولې څه کار وکړي. هغه اميد څرګند کړ چې د سوريې فوځ او انډيوالان دې د سوريې له ختيځ څخه امريکائي ځواکونه بهر وباسي او سوريې په شمال لويديځ کښې دې ادلب له وسله والو مخالفينو بېرته واخلي.