د مقاومت د جبهې راتلونکی ګام د ادلب آزادول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69116-د_مقاومت_د_جبهې_راتلونکی_ګام_د_ادلب_آزادول_دي
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د سوریې د راتلونکي او د مقاومت د جبهې د برخلیک په څیړنه کښې وویل: راتلونکی ګام، د سوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب آزادول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2018 02:53 Asia/Kabul
  • د مقاومت د جبهې راتلونکی ګام د ادلب آزادول دي

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د سوریې د راتلونکي او د مقاومت د جبهې د برخلیک په څیړنه کښې وویل: راتلونکی ګام، د سوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب آزادول دي.

علي اکبر ولایتي زمونږ خبریال ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د دمشق په خوا کښې د غوطه شرقي سیمې آزادول د مقاومت د ټولې جبهې لپاره یوه بریا ده.

هغه په دې خبرې سره چې د مقاومت د ډیپلماسۍ په چوکاټ کښې ختیځې غوطې ته تللی و، ټینګار وکړ: د دغې سیمې آزادي ځکه ډیره مهمه وه چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد مخکښې ویلي وو چې د ترهګرو اصلي جرړه په ختیځې غوطه کښې ده.

هغه پس له اوو کالو په غوطه شرقي کښې د ترهګرو د ماتې د علت په هکله وویل: اصلي وجه د سوریې د خلکو مقاومت، دریدنه او ټینګیدنه او د دغه هیواد د ولسمشر میړانه او تدبیر دی.