د ايران او سوريې د خارجه وزيرانو ټيلفوني خبرې اترې
Apr 14, 2018 11:06 Asia/Kabul
د ايران د بهرنيو چارو وزير له خپل سوري همسنګ سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې د سوريې په خاوره په حمله کښې د امريکې او د هغې د انډيوالانو د جنايتکارانه او غېر قانوني اقدام په غندلو سره د سوريې د خلقو د مقاومت ستائنه وکړه.
د بهرنيو چارو د وزارت د رسانه اي ډېپلومېسۍ د عمومي ادارې د رپوټ له مخې په سوريې باندې د امريکې او د هغې د انډيوالانو د نن سحر له تېري وروسته محمد جواد ظريف د سوريې له خارجه وزير وليدالمعلم سره په ټيلفوني تماس کښې د کېميائي وسلو د منعې د ادارې د تفتيش کونو د کار له شروع کولو او رپوټ وړاندې کولو مخکې د کېميائي وسلو د استعمال د ادعا په هدف سره د سوريې په خلاف يو اړخيز فوخي اقدام د امريکې بهانه جوړونه، د صلحې په چلند کښې د خنډ اچونې او له ترهه ګرو سره د مرستې يو څرګنده نښه وبلله.
ټیګونه