لاريجاني: په سوريې حمله وحشيانه او د نړيوالو قوانينو په خلاف وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69180-لاريجاني_په_سوريې_حمله_وحشيانه_او_د_نړيوالو_قوانينو_په_خلاف_وه
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: په سوريې د امريکې، برطانيې او فرانسې حمله وحشيانه او د نړيوالو نظاماتو په خلاف وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 07:18 Asia/Kabul
  • لاريجاني: په سوريې حمله وحشيانه او د نړيوالو قوانينو په خلاف وه

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: په سوريې د امريکې، برطانيې او فرانسې حمله وحشيانه او د نړيوالو نظاماتو په خلاف وه.

ډاکټر علي لاريجاني نن د اسلامي شورا د جرګې په څرګنده غونډه کښې په سوريې د امريکې، برطانيې او فرانسې توغنده اي حملې ته اشاره وکړه او له دغه جنايت څخه د صهيونېسټ رژيم ترڅنګه د ځينو اسلامي هېوادونو په ملاتړ يې د افسوس څرګندونه وکړه.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر امريکې، برطانيې، فرانسې او د هغوي سيمه ايزو او نړيوالو ملاتړو ته خبردارے ورکړ او وې ويل: د ايران پارلېمان دغه غېر قانوني اقدام او وحشيانه يرغل غندي او خبردارے ورکوي چې د دغو وحشيانه اقداماتو وخت تېر شوے دے او دغه تحرکات د سوريې ملت له مخکې نه زيات د ترهه ګرو د نابودۍ په اراده کښې مضبوطوي.

لاريجاني واضحه کړه، له کيميائي وسلو څخه د سوريې د حکومت د استفادې په اړه د دريو لويديځو هېوادونو د ادعا وجه د دمشق له خواوشا سيمې څخه د ترهه ګرو په وېستلو او د دغې سيمې په پاکولو کښې د سوريې د حکومت کاميابي وه، يو داسې کار چې د ترهه ګرو ملاتړو هېوادونو باور نه کوو چې په دومره لنډ وخت کښې به ترسره شي.

لاريجاني تاکيد وکړ: سعوديانو د خپل ملت د مالونو په ډالۍ کولو سره امريکايان په سوريې بمبارۍ ته وهڅول چې په خپل اند يو ځل بيا ترهه ګر احياء کړي.