په سوریې حمله د استکبار د جبهې دماتی ښودنه کوی
-
سوریې د امریکا او دهغې دملګرو هیوادونو توغندوي حمله د استکبار د جبهې د ماتي او د کمزوري دریځ ښودنه کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د ټولو قواو د قوماندان دپوځی چارو سلاکار «ناصر اراسته »وویل په سوریې د امریکا او دهغې دملګرو هیوادونو توغندوی حمله د استکبار د جبهې د ماتی او د کمزوری دریځ ښودنه کوی .
هغه وویل امریکا په سوریې توغندوی حملې کښې د لبنان دحزب الله غورځنګ په دولسو(۱۲) پوځی اډو او د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک په نهو(۹) اډو حمله وکړه خو حتی په یوسل اتلسو(۱۱۸) توغندیو کښې یو (۱)توغندی هم په دغو اډو ونه لګید .
هغه وویل له مخکې څخه په ټاکل شویو هدفونو دامریکا د توغندیو نه لګیدل د دوې د شیشت د کمزورتیا نښه نه د بلکې دایران داسلامی نظام له اقتدار څخه ویریدل دی .
د ایران د ټولوقواو د قوماندان سلاکار ناصر اراسته ډاګینه کړه داسې نښې نښانې شته چې دامریکا پوځی جنرالانو ولسمشر ټرمپ ته ضروری خبرداری ورکړی وو که چیرې په سوریې کښې دحزب الله یادایران د سپاه پاسداران ځواک په یوې(۱) اډې هم توغندی ولګیږی نو هغوې به حیفا او تل ابیب له خاورو سره خاورې کړی .