دښمنانوله خپلوټولوامکاناتوسره سره داسلامی ایران په ضد تردمه هیڅ ونه کړائ شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69418-دښمنانوله_خپلوټولوامکاناتوسره_سره_داسلامی_ایران_په_ضد_تردمه_هیڅ_ونه_کړائ_شول
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای داطلاعاتو د وزارت په سلو کې سل د انقلابی حرکت او انقلابی پاتیکیدا ضرورت باندې په ټینګار سره ،داطلاعاتو د دقیقې ارزونې او تحلی او دراتلونکو پیښو په اټکل سره اوږدمهاله پروګرام،دمقابلې جبهې له پلانونې سره دایران د اطلاعاتی ټولګې مقابلې یوازینۍ لاره وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 10:39 Asia/Kabul
  • دښمنانوله خپلوټولوامکاناتوسره سره داسلامی ایران په ضد تردمه هیڅ ونه کړائ شول

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای داطلاعاتو د وزارت په سلو کې سل د انقلابی حرکت او انقلابی پاتیکیدا ضرورت باندې په ټینګار سره ،داطلاعاتو د دقیقې ارزونې او تحلی او دراتلونکو پیښو په اټکل سره اوږدمهاله پروګرام،دمقابلې جبهې له پلانونې سره دایران د اطلاعاتی ټولګې مقابلې یوازینۍ لاره وبلله .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن  دایران د اطلاعاتی چارو له وزیر ، مسئولانو  او کارکونکو  سره په کتنې کې  دایران له  اسلامی  جمهوری نظام سره دمقابلې د  جبهې   پیچیده او ستر جنګ ته په اشارې سره   وفرمائیل؛ مونږ له یوه داسې ستر جنګ سره لاس اوګریوان یوو  چې  یوه پلوۀ ئې اسلامی جمهوری نظام او  بل پلوۀ  ئې  د دښمنانو یوه پراخه قدرتمنه  جبهه ده .

  حضرت ایت ا....  العظمی سید علی خامنه ای  همداراز  دمقابل لوری  جاسوسی ادارې  د دغې مخامخیدنې  اصلی چورلیز وبالۀ او وې وئیل ؛   دمقابلې جبهې اطلاعاتی اورګانونه  له خپلو ټولو امکاناتو سره سره ،  تر دې دمه  نه دی توانیدلی   داسلامی جمهوری نظام په  ضد  کومه مهمه بریا ترلاسه کړی .

  دوی دغه راز وفرمائیل ؛  البته  که  په دغه جنګ کې  لټی وکړو،نو  مغلوب به شو  او که  ساده  توب  وکړو ، نو بیا به تاوان وموموو .  

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  پیچلی اطلاعاتی او استخباراتی  جنګ اړخونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  په دغه جنګ کې د نفوذ، داطلاعاتو د غلا کولو ،  او دفیصله کونکو دمحاسباتو د بدلیدا، او   په مالی اواقتصادی  ګډوډیو او د امینتی ګډوډیو  تر رامینځةکیدا پورې د خلکو دباؤرونو  دبدلولو پشمول  بیلابیلې رودې او طریقې په ایجنډاؤ کې  دی .

    دوی   د اسعارو په بازار کې ورستیو  مسئلو ته په اشارې سره  هم ووئیل ، کله چې  په دغو  مسئلو  لازیات دقت وشی ، نو د پرَدیو  دپلۀ  پل  او د  هغوی د اطلاعاتی اورګانونون  لاسوهنې  پکې څرګندې دی . 

 داسلامی انقلاب معظم لا رښود ټینګار کړی ،  باید په دغه  جنګ کې او د مقابلې جبهې  دپروګرامونو په وړاندې مقاومت  وکړوو او  پر دښمن دغلبې لپاره ، پر دفاع سربیره باید ، یرغلیز پروګرام   ته هم پام وشی ، په دې ډول چې  لوبه د مونږ داطلاعاتی  اورګان په وسیله  وټاکل شی .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای   داطلاعاتو د وزارت     په سلو کې سل   دانقلابی حرکت او انقلابی  پاتیکیدا  ضرورت باندې په ټینګار سره ،  داطلاعاتو  د دقیقې ارزونې  او تحلی او دراتلونکو  پیښو په  اټکل  سره   اوږدمهاله پروګرام ،  دمقابلې جبهې  له پلانونې سره  دایران داطلاعاتی  ټولګې  مقابلې یوازینۍ  لاره وبلله .