جنرل رحيم صفوي: په سوريې کښې به د امريکې ماتې دوام ولري
د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان ستر مرستيال او صلاحکار د دې په بيانولو سره چې ايران د ټولو اسلامي ټاټوبو له زمکنۍ بشپړتيا دفاع کوي وويل: د امريکايانو، صهيونېسټانو او د سيمې د ځينو هېوادونو ائتلاف د سوريې او عراق په اړه له ماتې سره مخامخ دے.
جنرل يححی رحيم صفوي نن په تهران کښې د قرآن مجيد د نړيوالو سياليو د پرانېستې د مراسمو تر څنګه د خبريالانو په ټول کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د خپل سياسي، اقتصادي او دفاعي توان، قوت او وس مطابق مرسته کوي چې د ستر مېنځني ختيځ پلان ماتې وخوري او امريکايان او صهيونېسټان ونکړې شي د ستر مېنځني ختيځ پلان عملي کړي.
د ټولو قواو د معظم قوماندان ستر مرستيال او صلاحکار واضحه کړه، د ايران، روسيې، عراق، سوريې او حزب ا... ائتلاف په سوريې او عراق کښې کامياب شو او له دې وروسته به هم د مقاومت کاميابۍ دوام ومومي.
هغه په دې باندې په تاکيد سره چې امريکايان په سوريې کښې ماتې خوري او د هغوي ماتې به دوام ولري وويل: سعوديان هم په يمن کښې په قطعي توګه ماتې خوري او د خداے پاک په عنایت او د ملتونو په ارادې سره يمنيان خپلو برخليک په خپله ټاکي.د قرآن مجيد د نړيوالو سياليو پينځه دېرشمه دوره د څلور اتيا اسلامي هېوادونو د نمائندګانو په ګډون سره پرون د تهران د امام خميني (رح) نومې مصلی يعنې جُمعې او اختر نمونځونو په ځاے کښې شروع شوه.