په کابل پوهنتون کښې د ايران د کتاب د نندارتون پرانېسته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69654-په_کابل_پوهنتون_کښې_د_ايران_د_کتاب_د_نندارتون_پرانېسته
د ايران د اسلامي جمهوريت د کتاب نندارتون په دويم کال پرله پسې د په افغانستان کښې د ايران د کلتوری مرکز په همت سره او د ايراني او افغاني خپرونديه موسسو او ناشرانو په ګډون سره په کابل پوهنتون کښې پرانېستے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 07:37 Asia/Kabul
  • په کابل پوهنتون کښې د ايران د کتاب د نندارتون پرانېسته

د ايران د اسلامي جمهوريت د کتاب نندارتون په دويم کال پرله پسې د په افغانستان کښې د ايران د کلتوری مرکز په همت سره او د ايراني او افغاني خپرونديه موسسو او ناشرانو په ګډون سره په کابل پوهنتون کښې پرانېستے شو.

د ايرنا د رپوټ له مخې په کابل پوهنتون کښې د ايران د اسلامي جمهوریت د کتاب د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کښې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او محصيلينو نه علاوه د ايران د پوهنتونونو يو پلاوي، په کابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او د ايران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر شتون لرۀ.

د ايران د اسلامي جمهوريت د کتاب نندارتون له نن نه د يوې هفتې تر مودې په کابل پوهنتون کښې جوړ دے.

د کتاب د سږ کال په نندارتون کښې د ايران اويا ناشرانو او د افغانستان دېرشو ناشرانو د کتاب په بازار کښې وړاندې کړې شوي خپل ترټولو نوي محصولات د دلچسپي لرونکو د نندارې لپاره اېښودلي دي.

د کال پوهنتون د غوښتنې له مخې د سږ کال په نندارتون کښې نوي فيصده يوهنتوني کتابونه دي.