عربستان له اسلامه یوه بدرنګه څیره وړاندې کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند وویل: عرستان د نړۍ هیوادونو ته له اسلامه یوه بدرنګه څیره معرفي کوي نو په همدې وجه مونږ وحدت او یووالي ته ضرورت لرو.
محمد باقر نوبخت د تهران په امام خمیني نومې مصلی کښې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۳۵ پړاؤ د مختلفو برخو د کتنې پر مهال د عربستان له جنایتونو د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د افسوس خبره ده چې د عربستان په شان یو هیواد چې د اسلام ځانګو وه او د مسلمانۍ ادعا کوي، داسې بې رحمه جنایتونه کوي او بې دفاع انسانان وژني.
هغه د قومونو او ولسونو ترمینځ د وحدت او یوزړه توب په هکله د قرآن کریم آیتونو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: که مونږ قرآن ته ورستانه شو نو د قرآن کریم په هیڅ کوم آیت سره د داعش ترهګرې ډلې کړنې چې د اسلام او قرآن په نوم یې له خلکو او انسانیت سره کوي، نه شو توجیه کولی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند زیاته کړه: مونږ له عربستان او نورو عربو او ټولو اسلامي هیوادونو تمه کوو چې له اسرائيلو او امریکې سره د ملګرتیا پر ځاې د اسلامي ایران ملاتړ وکړي او که ملاتړ نه کوي نو خیانت دې هم نه کوي.