دامریکادکانګرس استازو دایران په ضدپه چټی پلموسره بل پلان هم تصویب کړ
دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په نړۍ کې د بشری حقوقو په باب او دهغو تورونو په هکله دامریکا دخارجه وزارت د راپورپه غبرګون کې چې زیاتره ئې دایران په ضد مطرح شوی دی ، وئیلی، دامریکا دخارجه وزارت له خوا دبشری حقوقو په باب راپور غرضی ،سیاسی او ردشوی راپور دی .
سکائی نیوز خبری چینل راپورورکړی، د امریکا د کانګرس د بهرنی کمیشن څلورو غړو دایران په ضد یو پلان وړاندې کړی ، چې په څلور سوه لسو موافقو او دوو مخالفو رایو سره د کانګرس استازو له خوا تصویب شوی او په دغه پلان کې یو ځل بیا په ایران کې دبشری حقوقو په ضد د فعالیتونو خبره شوې ده.
د دغه پلان په اساس ، هغه کسان به چې په ایران کې د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ په پلمه او هم دامریکائی ښاریزو په نیول کیدا کې رول لری ،ونیول شی .
په دغې مسودې کې د امریکا له ولسمشره غوښتل شوی دی ، د دغې مسودې داجرا له پیلیدا ورخت راهسې تر په دوه سوه اویاؤ ورځو کې دې دهغو کسانو په باب چې په ایران کې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ کې لاس لری ، یو راپور برابر او اړونده کمیشن ته ئې وړاندې کړی .
دامریکا خارجه وزارت داپریل په دولسمه نیټه هم دخپلو بشری حقوقو په کلنی راپور کې په ایران غرضی تورونه لګولی وو .