دامریکادکانګرس استازو دایران په ضدپه چټی پلموسره بل پلان هم تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70026-دامریکادکانګرس_استازو_دایران_په_ضدپه_چټی_پلموسره_بل_پلان_هم_تصویب_کړ
دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په نړۍ کې د بشری حقوقو په باب او دهغو تورونو په هکله دامریکا دخارجه وزارت د راپورپه غبرګون کې چې زیاتره ئې دایران په ضد مطرح شوی دی ، وئیلی، دامریکا دخارجه وزارت له خوا دبشری حقوقو په باب راپور غرضی ،سیاسی او ردشوی راپور دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 27, 2018 09:00 Asia/Kabul
  • دامریکادکانګرس استازو دایران په ضدپه چټی پلموسره بل پلان هم تصویب کړ

دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په نړۍ کې د بشری حقوقو په باب او دهغو تورونو په هکله دامریکا دخارجه وزارت د راپورپه غبرګون کې چې زیاتره ئې دایران په ضد مطرح شوی دی ، وئیلی، دامریکا دخارجه وزارت له خوا دبشری حقوقو په باب راپور غرضی ،سیاسی او ردشوی راپور دی .

سکائی نیوز خبری چینل راپورورکړی،  د  امریکا د کانګرس د بهرنی کمیشن  څلورو غړو  دایران په ضد یو پلان وړاندې کړی ، چې  په څلور سوه لسو موافقو  او دوو مخالفو رایو  سره د  کانګرس استازو له  خوا تصویب شوی او په دغه پلان کې یو ځل بیا په ایران کې دبشری حقوقو په ضد د فعالیتونو خبره شوې ده.

 د دغه پلان په اساس ،  هغه کسان به  چې  په ایران کې د بشری حقوقو  دخلاف ورزۍ په پلمه  او  هم دامریکائی ښاریزو په نیول کیدا کې رول لری ،ونیول شی .

  په دغې مسودې کې  د امریکا له ولسمشره غوښتل شوی دی ،  د دغې مسودې   داجرا له  پیلیدا ورخت راهسې تر په دوه سوه  اویاؤ ورځو کې دې  دهغو کسانو په باب  چې  په ایران کې د بشری حقوقو  په خلاف ورزۍ  کې لاس لری ، یو راپور برابر او اړونده کمیشن ته ئې وړاندې کړی .

 دامریکا خارجه وزارت  داپریل په دولسمه نیټه هم   دخپلو بشری حقوقو  په کلنی راپور کې  په ایران  غرضی تورونه لګولی وو . 