صهونیسټ رژیم له ځلوبه زیات څه نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70034-صهونیسټ_رژیم_له_ځلوبه_زیات_څه_نه_دی
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درسیتز ټینګار کړی ، د مقاومت جبهه په ځان باورۍ او مقاومت سره توانیدلې و امریکا او د داعش ،النصره جبهې او د مرتجعو رژیمو پشمول ترهه ګرې ډلې له عراق اوسورئې ویستلی او دغو هیوادونو ته بیرته امنتی او آرامښت ورستنولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2018 10:28 Asia/Kabul
  •  صهونیسټ رژیم له ځلوبه زیات څه نه دی

دایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درسیتز ټینګار کړی ، د مقاومت جبهه په ځان باورۍ او مقاومت سره توانیدلې و امریکا او د داعش ،النصره جبهې او د مرتجعو رژیمو پشمول ترهه ګرې ډلې له عراق اوسورئې ویستلی او دغو هیوادونو ته بیرته امنتی او آرامښت ورستنولی شی .

 زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران دپوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال  محمد باقری  نن  د ایران په لویدیځ کې   دکرمانشاه ولایت په سرپل زهاب  ولسوالۍ کې  د بازی دراز په لوړو کې  په یولړ څرګندون کې وئیلی دی ، دښمنان دې پوه شی ،  چې دایران ملت  هماغه راز پخپل قدرت پخپل ځای کلک ولاړ دی  او داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په پیروۍ سره به  دپرمختګ  په لور  خپل حرکت ته دوام ورکړی او  په دغې لارې کې به  هیڅ شک   هم ونه کړی .

 سردار باقری   زیاته کړې ،  دا چې   په سیمې یوشمیر  تازه  واک ته رسیدلی  او یا   دنړۍ په سویه فکر وکړی ، چې یوشمیر کسان  دتیر وخت په څیر دی او  دایران دملت د کلابندۍ ،ګواښلو او دبائیکاټولو  خبرې وکړی ، نو باید پوه  دې شی ، چې دایران  ملت له بیلابیلو  موضوعګانو سره په چلند کې  مهم قدرت او تجروبې لری .

  سردار تورن جنرال باقری  روښانه کړې ، دا چې  صهونیسټ رژیم فکر وکړی ،چې  پخپل خیال  په څو پټاخو  سره  دایران ملت  خپلو موخو ته  په رسیدا کې  پاتې راوستلی شی ، نو سخت تیر وځی .