په ماسکو کښې د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو ملاقات وکړ
Apr 28, 2018 14:19 Asia/Kabul
د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو هم نن په ماسکو کښې سره وکتل.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو له روسیې سره د درې اړخیزې غونډې له جوړیدو مخکښې د تهران او انقرې د اړیکو په تیره بیا د بانکي ملګرتیا، نړیوالو او سیمه ایزو مسائلو او د سوریې د وروستیو بدلونونو په تیره بیا د آستانې د مذاکراتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د وروستیو بدلونونو په هکله له خپلو روسي او ترک همرتبه و سره د کتنې په موخه نن ماسکو ته تللی دی.
ټیګونه