امریکا پخپله امضا هم ژمنه نه وه
د ایران د وسله ځواکونو لوی درستیز ټینګار وکړ: ایران؛ د ګډ اقدام جامع پروګرام« برجام »، نړۍ ته د اتمام حجت لپاره ومانه، خو امریکا؛ حتی پخپله امضا هم پابنده نه وه.
تورن جنرال« محمد باقری » نن چهارشنبه؛ په تهران کی په یو کنفرانس کی، له برجام څخه په وتلو کی د امریکی د ؤلس مشر اقدام ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکی ؤلس مشر پدې اقدام سره، نړیوال پوه شول چی حق او باطل چیرته دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز څرګنده کړه: په ایران کی اوسنئ امنیت؛ آرامتیا او ثبات، د هیواد د وسله والو ځواکونو د اقتدار له کبله دی، او له تیریګرو سره د مقابلې لپاره د ایران په دفاعی توان کی، هیڅ شک نشته.
جنرال محمد باقری؛ دیته په اشارې سره؛ چی د سعودی عربستان ځوان او بی عقله ولیعهد« محمد بن سلمان » په وروستیو میاشتو کی، د سعودیانو په لګښت سره، امریکا دیته تشویقه کړه؛ چی په ایران حمله وکړی، وویل: امریکایی پوځیانو؛ خپل بی عقله ؤلش مشر« ډونالډ ټرمپ » ته ورپوهولې ده، چی په ایران حمله ډیر
تلفات لری، او کومه لاسته راوړنه به هم ونه لری.