له برجامه وتل، که له نړیوالې ټولنې سره دښمني
امریکا بلآخره د اروپايي اتحادیې په شمول د اوو هیوادونو له هغې ډله ایزې موافقې ووتله چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک له لارې یې د اجرا ضمانت ورکړی شوی و.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د ولس خلاف له سپکاوي او ګواښه په یوه ډکه وینا کښې، پس د پنځلسو میاشتو له پلاننګه، له ایران سره له ایټمي موافقې د امریکې وتل اعلان کړل. په حقیقت کښې ټرمپ په دې پریکړې سره د امریکې هغو لوظ ماتونو او د موافقو خلاف ورزۍ ته رسمیت ورکړ چې له ډیرې مودې راهیسې یې د دې ایټمي موافقې په وړاندې پیل کړې وه.
البته برجام له ایران سره د واشنګټن د دښمنۍ او له نړیوالې ټولنې سره د امریکې د تندلارو ملي پالو د بې کنټروله یواړخیز پالنې وړومبنی قرباني نه دی. د ایران خلک د ۱۹۷۹ کال په فرورۍ کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له سبا څخه د امریکې له دښمنۍ سره مخ شول او له صدام څخه د دغه هیواد د ملاتړ او په فارس خلیج کښې د یوې مسافري الوتکو د نسکورولو په شان نمونې په خپله تاریخي حافظه کښې لري.
په عین حال کښې له برجام وروسته ځینې نورې موافقې هم د امریکې په تیرو او اوسني حکومت کښې قرباني شوي دي، د بل کلنټن په حکومت کښې د کیوټو د آب هوا له تړونه واخلې د جارج ډبلیو بش په حکومت کښې د توغندي ضده توغندیو د تولید د منعې تر تړونه او بلآخره د ډونلډ ټرمپ په حکومت کښې تر ډول ډول لوظ ماتونو پورې.
د امریکې حکومت د تیرې میاشتې په پنځلسمه د پاریس دآب و هوا له تړون او د ټرانس-پیسفک له تجارتي تړونه ووته، یونیسکو یې پریښوده او د نړیوالې غوښتنې په یو خلاف اقدام کښې یې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده.
په عین حال کښې د امریکې د حکومت هره دغه یواړخیز پاله چلند حتی د واشنګټن د ډیرو نزدیو انډیوالانو له قهر او نارضایتۍ سره مخ شوی دی.
اوس ټرمپ له برجامه د وتنې په رسمي اعلان سره د دې ډله ایزې موافقې په هکله خپله پریکړه اعلان کړه. له دې وروسته به ایټمي موافقه د ایران او د اروپايي اتحادیې په شمول د پنځو هیوادونو ترمینځ وي. په ایټمي موافقه کښې پاتې هیوادونو ژمنه کړې ده چې پر خپلو وعدو به پابند پاتې شي او د امریکې لخوا رسیدلی تاوان به جبیره کړي. دا دنده به زیاتره د اروپایانو په غاړه وي چې پر خپل سیاسي او اخلاقي اصولو پابند پاتې کیږي او که بلآخره به د نړیوالو ګډون لټونکو ضده بهیرونو د ډیرو تیزو بهیرونو د غوښتنې په وړاندې سر ټیټ کړي.
البته حتی د اروپایانو لخوا د یولړ شکونو د رامینځته کیدو په بڼه کښې به هم د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د قانون ماتونو او زیاته غوښتنو په وړاندې د خپلو حقوقو د پوره کولو لپاره ګڼې لارې ولري.
پنځلس کاله وړاندې د دریو اروپايي هیوادونو سره د ایران د ایټمي موافقې په مقابل کښې د واشنګټن ورته کړچار بلآخره د ایران د ایټمي پروګرامونو د کمي او کیفي پراختیا سبب شو او امریکایان په داسې وخت کښې د خبرواترو میز ته کښیناستل چې د ایران د سانټریفیجونو شمیر له څو سوو نه شلو زرو ته رسیدلی و. په راتلونکي کښې هم د دغه حالت تکرار له انتظاره لرې خبره نه ده. همهغه ډول چې د اسلامي ایران ولسمشر له برجامه د امریکا د وتلو تر اعلان وروسته په خپلو ویناؤ کښې ورته اشاره وکړه.
ښاغلي حسن روحاني وویل: د ایټمي انرجۍ ادارې ته مې حکم ورکړی چې اړین اقدامات وکړي څو د ضرورت په وخت له محدودیت پرته صنعتي بډایونه ولرلی شو
دغه فیصله به همهغه تاریخي پښیماني وي چې ایران یې ژمنه کړې ده.