د ایټمی موافقې په اړه په دریو اروپایی هیوادونو باور ونکړئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70858-د_ایټمی_موافقې_په_اړه_په_دریو_اروپایی_هیوادونو_باور_ونکړئ
دغه کس له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2018 13:30 Asia/Kabul

دغه کس له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې .

 

د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښور حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له دریو اروپایی هیوادونو سره د برجام د دوام په اړه ځینو خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ  له دریو اروپایی هیوادونو سره د خبرو اترو په اړه په دوی باید  باور ونشی او د هر تړون لپاره باید واقعی او عملی تضمینونه واخلئ کنی په دې بڼه حرکت ته دوام نشو ورکولې .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن  سهار د استاد د اونۍ په مناسبت له زرګونو  کلتوری چارواکو او محصلینو سره په کتنې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بیګانیو سپکو او ناوړه خبرو ته په اشارې سره وفرمایل دغه کس  له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ  نشې کولې .  

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه د امریکایانو دوامداره ، ژوروه او نسکورونکی دښمنی ، له ما یا د هیواد له نورو مسولانو سره نده بلکې دا دښمنی له اسلامی نظام اوهغه ملت سره ده چی دغه نظام یې خوښ کړی دی او د هغه په لاره کی حرکت کوی .

د رهبرۍ ستر مقام د دفاعی توان او د ایران د سیمه ایز شتون په اړه د امریکا پلمو ته په اشاری ټینګار وکړ که سبا اعلان وکړئ چی نور توغندې نه تولیدوو یا د هغو واټن محدودوو ، نو دا مسله نه ختیمیږی  او حتما یوه بله پلمه او خبره به مطرح کوی  ، ځکه چی له مونږ سره د هغو جګړه اساسی ده او امریکا د اسلامی جمهوریت له اصل سره مخالفه ده . 

دوی د دغې سختې دښمنۍ اصلی علت ، د اسلامی انقلاب بریالیتوب ، د اسلامی جمهوریت جوړیدا او له ایرانه د امریکایانو لاس لنډیدا وباله او زیاته یې کړه چی هغو غواړی چی نظام تباه او یو ځل بیا د مهمو زیرمو او سټراټیجیک موقعیت لرونکی ایران باندې حکومت وکړی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه امریکایان داسې نوکران غواړی چی د سیمې د ځینو هیوادونو د واکوالانو په شان یوازې اطاعت وکړی ، خو اسلامی  جمهوریت خپل عزت او ایرانې ملت هغو ته ورښي او دا عظمت او سرلوړی هغو لپاره د زغملو نده .

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای هغه لیک ته په اشارې سره چی ټرمپ څو ورځې وړاندی د فارس خلیج هیوادونو واکوالانو لپاره استولې دې ، زیاته کړه د امریکا ولسمشر په لیک کې دغو هیوادونو ته حکم ورکوی چی دا کارونه وکړئ او دا کارونه ونکړئ ، هغو غواړی چی له اسلامی نظام سره هم دغه ډول کړچار وکړی  خو نشی کولې ځکه چی اسلامی جمهوریت په   قاجار او پهلوی پړاونو کې د هیواد او ملت ذلت په عزت ، خپواکی او مقاومت بدل کړی  دی او له خپلو ملی ګټو نه تیریږی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټرمپ سپک او ناوړه کړچار د تمې وړ وباله او زیاته یې کړه  هغه کسان چی  له ایرانی ملت سره یې دښمنیانې کولې ، اوس یې هډوکی تر خاورو لاندې دی خو د ایران اسلامی جمهوریت ولاړ دې .