د ایران پوهنتوالو د امریکا د ولسمشر سپکونکی څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70866-د_ایران_پوهنتوالو_د_امریکا_د_ولسمشر_سپکونکی_څرګندونې_وغندلې
د تهران د بیلا بیلو پوهنتونونو استادانو او محصلینو نن په تهران کې د امریکا د پخوانی سفارت یعنی د جاسوسی د ځالې په وړاندې غونډه جوړه کړه او مړه دی وی امریکا شعارونه یې ورکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • د ایران پوهنتوالو د امریکا د ولسمشر سپکونکی څرګندونې وغندلې

د تهران د بیلا بیلو پوهنتونونو استادانو او محصلینو نن په تهران کې د امریکا د پخوانی سفارت یعنی د جاسوسی د ځالې په وړاندې غونډه جوړه کړه او مړه دی وی امریکا شعارونه یې ورکړل .

 

د ایران د پوهنتونو استادانو ، محصلینو او د محصلینو انجمنونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د ټرمپ سپکونکی او چټی څرګندونې وغندلې .

د تهران د بیلا بیلو پوهنتونونو استادانو او محصلینو نن په تهران کې د امریکا د پخوانی سفارت یعنی د جاسوسی د ځالې په وړاندې  غونډه جوړه کړه او مړه دی وی امریکا شعارونه یې ورکړل .

دوی همداراز د ایټمی موافقې په اړه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له ننیو ویناو  خپل هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړل .

په مشهد کې هم نن یو شمیر پوهنتون والو ، ځوانانو او د شهیدانو کورنیو له برجام د امریکا د وتلو په اعتراض کې غونډه جوړه کړه او له امریکا سره په مقابله کې یې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود اد ویناو په اجرا ټینګار وکړ . د ایران د اسلامی تبلیغاتو موسسې د غږملتیا شورا هم په یوه بیانیه کې د اسلامی ایران خلکو ته بلنه ورکړه چی  په هغو امریکایی ضد مظاهرو کی چی په درست هیواد کې  له جمعې لمانځه وروسته ترسره کیږی ، ګډون وکړی .

له بلي خوا په قم سپیڅلی ښار کې د ایران سترو مجتهدانو ، ایت ا... نوری همدانی ، ایت ا... مکارم شیرازی او ایت ا... جوادی املی له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره ویلی دی چی په امریکا باور نشته .

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په مطرحولو او د ایران په سپکاوی کولو  سره  په رسمی توګه له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .