سپینه ماڼۍ: پر ایران تیر ټول بندیزونه بیا لګي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70874-سپینه_ماڼۍ_پر_ایران_تیر_ټول_بندیزونه_بیا_لګي
د سپینې ماڼې ویاندې سارا هَکابي سینډرز پرون د ایران خلاف د پخوانیو ټولو بایکاټونو د بیا لګیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 02:09 Asia/Kabul
  • سپینه ماڼۍ: پر ایران تیر ټول بندیزونه بیا لګي

د سپینې ماڼې ویاندې سارا هَکابي سینډرز پرون د ایران خلاف د پخوانیو ټولو بایکاټونو د بیا لګیدو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې،  د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه: له برجام (ایټمي موافقې) مخکښې بندیزونه به بیا ولګي او امریکې د ایران خلاف د نویو بندیزونو لګولو ته ځان چمتو کوي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه شپه د ایران خلاف د تورونو او سپکاوي په تکرارولو سره وویل چې حکومت به یې په برجام کښې پاتې نه شي.

صهیونیسټي رژيم، عربستان، اماراتو او بحرین په یو غږمله اقدام کښې له ټولو مخکښې د ټرمپ د دغه اقدام ملاتړ وکړ.