له برجامه د ټرمپ وتل د امریکې یو بل خباثت دی
May 10, 2018 03:18 Asia/Kabul
د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنه وايي، له برجامه د ټرمپ وتل د امریکې یو بل خباثت دی
د ایران د قم ښار د علمیه حوزې د مدرسانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ایټمي موافقې د امریکې وتنې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د امریکې دې غلیمانه اقدام د دغه هیواد د بې لوظه حکومت د خباثتونو او دښمنیو یوه بله څرګنده نمونه په ډاګه کړه او د ایران تاریخي تجربه یې لامضبوطه کړه.
د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې په بیانیه کښې راغلي دي: څلویښت کاله وشول چې د ایران د اسلامي نظام خلاف د استکبار دښمني او دسیسې روانې دي او د امریکې او نړیوال استکبار د حکومت وروستی اقدام، له اسلامي جمهوري نظام سره په مبارزه کښې د هغوي همهغه قهر او کینه ده.
ټیګونه