قاسمی: امریکا به پښیمانه شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70894-قاسمی_امریکا_به_پښیمانه_شی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: امریکا به له برجام څخه په وتلو کی له خپل اقدام څخه پښیمانه شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 07:50 Asia/Kabul
  • قاسمی: امریکا به پښیمانه شی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: امریکا به له برجام څخه په وتلو کی له خپل اقدام څخه پښیمانه شی.

بهرام قاسمی؛ نن پنجشنبه له برجام څخه په وتلو کی د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » د اقدام په څیړنه کی څرګنده کړه: د نړۍ خلګو یو ځلې بیا؛ یو ډیر مهم  او روښانه پیغام د امریکی د واکمنانو، په تیره بیا د« ټرمپ » له خوا تر لاسه کړ، چی امریکا د باور وړ هیواد نه دئ؛ ترڅو نړۍ او نور ملتونه او هیوادونه وکولای شی، د امریکی په ژمنو او وعدو، او حتی په هغو تفاهم لیکونو چی لاسلیکوی یی؛ باور وکړی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د امریکی واکمن دولت وښودل، چی د ملګرو ملتو رول؛ او د یاد سازمان د امنیت شورا مصوبی ته کومه توجه نه لری، او دا ملګرو ملتو او د دغه نړیوال ارګان ټولو غړیو ته یو سپکاوئ دئ.

قاسمی همداراز د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړه: ایران هماغه راز چی پخوا؛ او په تیره بیا په وروستیو ماشتو کی یی ، په دوامداره

توګه، د اروپا له اتحادیی، او له دریو اروپایی هیوادونو او د اروپا

اتحادیی له استازی سره اړیکی درلودلې، په راتلونکو ورځو او اونیو کی به هم، په جدیت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی، او نوی شرایط به تر څیړنی او ارزونی لاندی نیسی.