د ایران د غوای دشلمې نیټې ځینې ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70898-د_ایران_د_غوای_دشلمې_نیټې_ځینې_ورځپاڼۍ
د رهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د زرګونو محصلینو ، پوهنتون والو او استادانو په ټول کې فرمایلی دی ټرمپ د ایران ملت او اسلامی جمهوریت وګواښه چی زه د ایرانی ملت خوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 08:30 Asia/Kabul
  • د ایران د غوای دشلمې نیټې ځینې ورځپاڼۍ

د رهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د زرګونو محصلینو ، پوهنتون والو او استادانو په ټول کې فرمایلی دی ټرمپ د ایران ملت او اسلامی جمهوریت وګواښه چی زه د ایرانی ملت خوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان  نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د ایټمی موافقې په اړه د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .جمهوری اسلامی ورځپاڼه لیکی د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښور حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له دریو اروپایی هیوادونو سره د برجام د دوام په اړه ځینو خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ  له دریو اروپایی هیوادونو سره د خبرو اترو په اړه په دوی باید  باور ونشی او د هر تړون لپاره باید واقعی او عملی تضمینونه واخلئ کنی په دې بڼه حرکت ته دوام نشو ورکولې .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د استاد د اونۍ په مناسبت له زرګونو  کلتوری چارواکو او محصلینو سره په کتنې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بیګانیو سپکو او ناوړه خبرو ته په اشارې سره وفرمایل دغه کس  له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ  نشې کولې . 

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه د امریکایانو دوامداره ، ژوروه او نسکورونکی دښمنی ، له ما یا د هیواد له نورو مسولانو سره نده بلکې دا دښمنی له اسلامی نظام اوهغه ملت سره ده چی دغه نظام یې خوښ کړی دی او د هغه په لاره کی حرکت کوی .

د رهبرۍ ستر مقام د دفاعی توان او د ایران د سیمه ایز شتون په اړه د امریکا پلمو ته په اشاری ټینګار وکړ که سبا اعلان وکړئ چی نور توغندې نه تولیدوو یا د هغو واټن محدودوو ، نو دا مسله نه ختیمیږی  او حتما یوه بله پلمه او خبره به مطرح کوی  ، ځکه چی له مونږ سره د هغو جګړه اساسی ده او امریکا د اسلامی جمهوریت له اصل سره مخالفه ده .

دوی د دغې سختې دښمنۍ اصلی علت ، د اسلامی انقلاب بریالیتوب ، د اسلامی جمهوریت جوړیدا او له ایرانه د امریکایانو لاس لنډیدا وباله او زیاته یې کړه چی هغو غواړی چی نظام تباه او یو ځل بیا د مهمو زیرمو او سټراټیجیک موقعیت لرونکی ایران باندې حکومت وکړی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه امریکایان داسې نوکران غواړی چی د سیمې د ځینو هیوادونو د واکوالانو په شان یوازې اطاعت وکړی ، خو اسلامی  جمهوریت خپل عزت او ایرانې ملت هغو ته ورښي او دا عظمت او سرلوړی هغو لپاره د زغملو نده .

 

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای هغه لیک ته په اشارې سره چی ټرمپ څو ورځې وړاندی د فارس خلیج هیوادونو واکوالانو لپاره استولې دې ، زیاته کړه د امریکا ولسمشر په لیک کې دغو هیوادونو ته حکم ورکوی چی دا کارونه وکړئ او دا کارونه ونکړئ ، هغو غواړی چی له اسلامی نظام سره هم دغه ډول کړچار وکړی  خو نشی کولې ځکه چی اسلامی جمهوریت په   قاجار او پهلوی پړاونو کې د هیواد او ملت ذلت په عزت ، خپواکی او مقاومت بدل کړی  دی او له خپلو ملی ګټو نه تیریږی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټرمپ سپک او ناوړه کړچار د تمې وړ وباله او زیاته یې کړه  هغه کسان چی  له ایرانی ملت سره یې دښمنیانې کولې ، اوس یې هډوکی تر خاورو لاندې دی خو د ایران اسلامی جمهوریت ولاړ دې .

 

د ایران د قم ښار د علمیه حوزې د مدرسانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ایټمي موافقې د امریکې وتنې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د امریکې دې غلیمانه اقدام د دغه هیواد د بې لوظه حکومت د خباثتونو او دښمنیو یوه بله څرګنده نمونه په ډاګه کړه او د ایران تاریخي تجربه یې لامضبوطه کړه.

د ایران د پوهنتونو استادانو ، محصلینو او د محصلینو انجمنونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د ټرمپ سپکونکی او چټی څرګندونې وغندلې

د اسراییلو جنګی الوتکو د دمشق په خوا کې حمله وکړه خو د سوریې دافع هوا په وسیله یې دوه توغندی له مینځه یوړل شول .

د امریکا خارجه وزیر په پیونګ یانګ کې د شمالی کوریا له مشر سره کتنه وکړه .

د یمن توغندوی یونټ د عربستان په پلازمینې ریاض توغندوی حمله وکړه چی د یمن توغندی په هدف لګیدلی دی .

په ملګرو ملتو کې د امریکا استازۍ میرمن نیکی هیلی ویلی دی هر څوک چی له اسراییلو سره شخړه کوی نو له امریکا سره به مخامخ شی .

د افغانستان په پلازمینې کابل کې څلور چاودنې شوی دی .

داعش په افغانستان کی د دریو کسانو سرونه غوڅ کړی دی .

 

ایران ورځپاڼه

 

د رهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی  سید علی خامنه ای په برجام کې د ایران د شتون د دوام لپاره  په یوه شرط کې فرمایلی دی چی اروپا پریکنده تضمین ورکړی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی وایی اروپا دا وښی چی د مسلو د اواری لپاره ضروری وزن لری .

 

د بریطانیې او فرانسې خارجه وزیرانو له برجامه په ګټه پورته کونې ټینګار وکړ

له ایټمی موافقې د امریکا د وتلو په فیصلې پسې د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس مشر یوکیا امانو یو ځل بیا تایید کړه چی ایران د برجام په اساس خپلې ایټمی ژمنې پوره کړی دی

 

اروپایی اتحادیه وایی مونږه له ایران سره ایټمی موافقې ته ژمن پاتی کیږو. اروپایی اتحادیې په رسمی بیانیه کې جوته کړه دغه اتحادیه له ایټمی موافقې د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر له فیصلې سخته خواشینی ده ځکه چی دا موافقه د هغې اجماع نتیجه ده چی د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریګره لیک تایید کړی او د سیمې د امنیت لپاره حیاتی ده . په دغه بیانیه کی راغلی دی تره هغه وخته چی ایران خپلو ژمنو ته پایبنده وی لکه چی تراوسه یې دا کار کړی دی او ایټمی اژانس هم په خپلو لسو راپورونو کې دا موضوع تایید کړی ده ، اروپایی اتحادیه به هم د ایټمی موافقې د اغیزمنې او بشپړې اجرا دوام ته ژمنه پاتې شی .

 

د اروپایی اتحادیې بیانیه زیاتوی چی ایټمی بایکاټونو لغوه کول د برجام مهمه برخه ده او اروپایی اتحادیه د دغې چارې د اجرا د تضمین لپاره په خپلې ژمنې ټینګار کوی . د دغې بیانیې په پاې کې راغلی دی اروپایی اتحادیه ژمنه ده چی د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره  له نړیوالې ټولنې سره کار وکړی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ د ایران پرضد د بې اساسه تورونو په مطرحولو او د ایران په سپکاوی کولو  سره  په رسمی توګه له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل .

 

اطلاعات ورځپآنه

د رهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د زرګونو محصلینو ، پوهنتون والو او استادانو په ټول کې فرمایلی دی ټرمپ د ایران ملت او اسلامی جمهوریت وګواښه چی زه د ایرانی ملت خوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې .

د ایران لوړ رتبه چارواکو او مجتهدانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ په بې لوظۍ سخت غبرګون وښوده . د ایران سترو مجتهدانو ، ایت ا... نوری همدانی ، ایت ا... مکارم شیرازی او ایت ا... جوادی املی له ایټمی موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره ویلی دی چی په امریکا باور نشته .

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال جهانګیری ویلی دی هیڅ قدرت دایران ارامښت نشی ګډوډولې .

اروپایی اتحادیې په یوه بیانیې کې ویلی دی چی په بشپړه توګه ایټمی موافقې ته پایبنده یو .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر له ایټمي موافقې په وتنه کښې د امریکې د ولسمشر د اقدام په سپک بللو سره ټینګار وکړ چې اروپا د برجام د ساتنې لپاره ډیر لږ فرصت لري او باید په برجام کښې د خپلو ژمنو په وړاندې خپل روښانه او پریکنده دریځ زر تر زره اعلان کړي.

 

د ترکیې خارجه وزیر د ټرمپ وروستۍ پریکړه نهیلې کونکې وبلله .

 

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له برجامه د امریکا وتنې ته په غبرګون کښې وویل د دې موافقې لغوه کیدل د سفارتي خبرواترو په چوکاټ کښې اعتماد جوړونکي اقدامات کمزورې کوي.