ترټولو ښه کتاب هغه دی چې انسان دخدای په لور هدایت کړی
-
ترټولو ښه هغه کتابونه دي چې انسان د خدای پاک ج او د انقلابي او د لوړو ارزښتونو په لور هدایت کړي .
زمونږخبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار دتهران د کتاب دنړیوال نندرتون کتنه وکړه .
په دغه کتنې کښې چې د ایران داسلامی ارشاد او کلتور وزیر سید عباس صالحی هم موجود وو داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دتهران د کتاب دیودیرشم(۳۱) نړیوال نندرتون د پنځوسو(۵۰) غرفو او سټالونو کتنه وکړه او د خپرندویه موسسو له مسولانو سره د خبرو اترو او دهغوې د اندیښنو د اوریدلو په ترڅ کښې دخپرونکو له نویو موضوګانو خبر شو .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د کتاب د نړیوال نندرتون له کتنې وروسته په یوې لنډې وینا کښې کتاب او د کتاب لوستل د خلکو په تیره بیا د ځوانانو د ژوند یو(۱) ضرورت وباله او ویې فرمائیل دکتاب رول یو بې بدلیه رول دی البته ترټولو ښه هغه کتابونه دی چې انسان د خدای پاک ج او د انقلابی او د لوړو ارزښتونو په لور هدایت کړی او زه هیله من یم چې کتاب په ټولنه کښې خپل حقیقی مقام ترلاسه کړی .
د تهران دکتاب یودیرشم(۳۱) نړیوال نندرتون د کتاب نه لوستلو ته دنه په شعار سره تر سبا ورځې پورې دتهران په امام خمینی رحمت الله علیها مصلا کښې خپل کار ته دوام ورکوی .