اسلامی نړۍ بایدله علمی نظره پیاوړی شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71030-اسلامی_نړۍ_بایدله_علمی_نظره_پیاوړی_شی
د دهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ په اسلامی نړۍ کې باید علمی حرکت چټک شی او اسلامی امت یو ځل بیا خپل تمدنی او علمی اقتدار ته ورسی ترڅو د اسلام دښمنان او امریکایان د اسلامی هیوادونو مشرانو ته حکم ورنکړی چی دا کار وکړه او دا ونکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 09:28 Asia/Kabul
  • اسلامی نړۍ بایدله علمی نظره پیاوړی شی

د دهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ په اسلامی نړۍ کې باید علمی حرکت چټک شی او اسلامی امت یو ځل بیا خپل تمدنی او علمی اقتدار ته ورسی ترڅو د اسلام دښمنان او امریکایان د اسلامی هیوادونو مشرانو ته حکم ورنکړی چی دا کار وکړه او دا ونکړه .

د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د اسلامی علومو په پیدایښت او پراختیا کې د شیعه رول په نړیواله غونډه کې د ګډون کونکیو په ټول کې د اسلامی نړۍ نني تر ټولو مهمه اړتیا وحدت او یو موټی توب او همداراز په درستو علومو کې د علمی پرمختګ لپاره جدی حرکت وباله او زیاته یې کړه چی نن په اسلامی نړۍ کې ویښتیا رامینځته شوی ده  او د هغې د انکار لپاره د لویدیځوالو له هڅې سره سره دا بیداری اسلام ته د ګروهنې زمینه جوړونکی او د ښه راتلونکی ځیری ورکونکی ده .

د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی نړۍ تر سلطې لاندې د راتلو اصلی علت د اسلامی نړۍ علمی شاته پاتې والې وباله او جوته یې کړه لویدیځې نړۍ له پیړیو پیړیو علمی شاته پاتی والی وروسته د اسلامی نړۍ له علمی پرمختګونو په استفادې سره شتمنی او  علمی ، پوځی ، سیاسی او تبلیغاتی قدرت زیات کړ ې شو او په نهایت کې په استعمار سره یې د اسلامی هیوادونو وضعیت اوسنیو شرایطو ته راورسوه .

د رهبرۍ ستر مقام اسلامی هیوادونو ته د لویدیځو قدرتونو زور وینو او له نړیوالو زور ویونکیو د دغو هیوادونو د ډیرو واکوالانو پیروی ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه شرایط باید د اسلامی هیوادونو د علمی پرمختګ په وسیله بدل شی   او اسلامی نړۍ یو ځل بیا د بشری تمدن په څوکه کې راتللې شی .

د رهبرۍ ستر مقام  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د علمی پرمختګ په لاره کې د ایران د اسلامی جمهوریت حرکت یوه بریالی بیلګه یاده او زیاته یې کړه چی مونږه به دغې لارې ته د علم او پوهې پولو ته تررسیدا پورې دوام ورکړو او ایران د لویځوالو په اپوټه ، نورو اسلامی هیوادونو ته د خپلو علمی پرمختګونو او بریاو انتقالولو ته چمتو دې .