له ایټمی موافقې د امریکا وتل د صیهونیسټ رژیم تباهی چټکه کوی
May 12, 2018 09:59 Asia/Kabul
د ایران د اسلامی جمهوریت د مځکنی ځواک قوماندان وویل له برجام سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ چلند نه یوازې د صیهونیسټانو لپاره مطلوب ندې بلکې د اسراییلو د تباهۍ بهیر به چټک کړی .
ښاغلی کیومرث حیدری نن په تهران کې د خبریالانو په ټول کی تر راتلونکیو ۲۵ کلونود صیهونیسټ رژیم د تباهۍ په اړه د رهبرۍ د ستر مقام درې کاله مخکینی وعدې ته په اشارې سره جوته کړه د ایران د پوځ د مځکنی ځواک په کال هینداره کې د صیهونیسټ د غاصب رژیم د تباهۍ روز شمار ورځای شوی دی .
د ایران د مځکنی ځواک قوماندان همداراز وویل اسلامی ایران هغه څه چی د خپلې دفاع لپاره ورته اړتیا لری ، تولیدولې شی .
ټیګونه