د ایران خلاف د بندیزونو ختمیدل د برجام ترټولو مهمه برخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71058-د_ایران_خلاف_د_بندیزونو_ختمیدل_د_برجام_ترټولو_مهمه_برخه_ده
د بریطانیا مرستیال خارجه وزیر وویل: په ایټمي موافقې د ایران د پابندۍ په بدل کښې د ایران خلاف د بندیزونو ختمول به تل د دې موافقې ترټولو مهمه برخه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2018 16:11 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف د بندیزونو ختمیدل د برجام ترټولو مهمه برخه ده

د بریطانیا مرستیال خارجه وزیر وویل: په ایټمي موافقې د ایران د پابندۍ په بدل کښې د ایران خلاف د بندیزونو ختمول به تل د دې موافقې ترټولو مهمه برخه وي.

د مینځني ختیځ په چارو کښې د بریطانیا د خارجه وزیر مرستیال السټایر برټ نن ایرنا خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې وویل: د برجام ایټمي موافقې د هغې لپاره د پلان شوي او ټاکل شوي هدف سره سم عمل کړی دی.

هغه د دې موافقې ساتنې ته د لندن په وفادارۍ باندې د ټینګار په ترڅ کښې زیاته کړه: په دې لړ کښې به په برجام کښې له پاتې نورو لورو سره ملګرتیا جاري وساتو.

د بریطانیې مرستیال خارجه وزیر له ایرانه هم وغوښتل چې په برجام (ایټمي موافقې) پابند پاتې شي.