جنرال جعفري: د امریکې بې باوري توب نړۍ ته ثابت شوی دی
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر لوې قومندان وویل: نړۍ د امریکې شیطنت، غولونې او بې باوري توب ویني او د نړۍ هیوادونو منلې ده چې په دغه هیواد اعتماد نه دی پکار.
د ایرنا د خبر له مخې سردار جنرال محمد علي جعفري نن په تهران کښې د بسیج په ملي نندارتون کښې څرګنده کړه: امریکا د نړۍ په سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کښې په لاسوهنې سره د خپل قدرت او ګټو د پراختیا په لټه کښې ده او د نړۍ په خلکو او بې وزلو باندې هیڅ رحم نه کوي.
د سپاه پاسداران قومندان په دې خبرې سره چې دښمن د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په څلویښتم کال د ایران د خلکو په خلاف د اقتصاد، امنیت او سیاست په برخو کښې جدي ګواښونو ته مخه کړې ده، زیاته کړه: له برجامه د امریکې وتل د ایران د خلکو د مقاومت د ماتولو په موخه دي.
جنرال جعفري د مقاومتي اقتصاد اجرا د دښمنانو له ګواښونو سره د مقالې یوازې لاره وبلله.