عراقچي په بروکسل کښې د انګلستان له مرستیال خارجه وزیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71202-عراقچي_په_بروکسل_کښې_د_انګلستان_له_مرستیال_خارجه_وزیر_سره_وکتل
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په بروکسل کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې په چارو کښې د بریطانیې د خارجه وزیر له مرستیال سره وکتل او د برجام د اجرا په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2018 13:25 Asia/Kabul
  • عراقچي په بروکسل کښې د انګلستان له مرستیال خارجه وزیر سره وکتل

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په بروکسل کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې په چارو کښې د بریطانیې د خارجه وزیر له مرستیال سره وکتل او د برجام د اجرا په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

الیسټیر بَرت» Alistair Burt نن په بروکسل کښې له سید عباس عراقچي سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې له ۵+۱ ډلې سره د ایران ایټمي موافقه هم د اروپا او ایران دواړو د امنیت لپاره ډیره مهمه ده او هیواد یې پرې پابند دی.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي او ورسره لوړ رتبه پلاوی نن د برجام (ایټمي موافقې) په هکله د ایران او اروپايي اتحادیې د په ماهرانه خبرواترو کښې د ګډون په موخه د بیلجیئم پلازمینې بروکسل ته تللی دی.

هغه بروکسل ته له رسیدو سره سم د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مرستیال مسئولې هلګا اشمډ سره کتلي وو.

د ایټمي موافقې د راتلونکي په هکله د کارپوهانو غونډې د بروکسل په وخت له نن مازیګر څخه پیل شوې او سبا به د دریو اروپايي هیوادونو یعنې جرمني، انګلستان او فرانسې له خارجه وزیرانو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې تر پیلیدو پورې دوام ولري.