د ایران حکومت فلسطینانو پرضد د صیهونیسټانو وروستی جنایتونه په کلکه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71264-د_ایران_حکومت_فلسطینانو_پرضد_د_صیهونیسټانو_وروستی_جنایتونه_په_کلکه_وغندل
د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په یوه بیانیه کې د صیهونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غندلو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل د خپلې اوږدې چوپتیا په ماتولو سره د نیواکی ټاټوبیو د حقیقی خاوندانو په توګه د فلسطینیانو د حقوقو تامینول او نیواکګرۍ پایه تضمین کړی .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 15, 2018 10:47 Asia/Kabul
  • د ایران حکومت فلسطینانو پرضد د صیهونیسټانو وروستی جنایتونه په کلکه وغندل

د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت په یوه بیانیه کې د صیهونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غندلو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل د خپلې اوږدې چوپتیا په ماتولو سره د نیواکی ټاټوبیو د حقیقی خاوندانو په توګه د فلسطینیانو د حقوقو تامینول او نیواکګرۍ پایه تضمین کړی .

د ایران حکومت په ننۍ بیانیې کې ټینګار کړی دی د هغو مظلومو او بې وسلې خلکو پرونې  قتل عام چی د تیری او نیواک پرضد په سوله ایزو مظاهرو کې یې ګډون کړی وو ، په داسې حال کی ترسره شوی دی چی د امریکا حکومت قدس شریف ته د خپل سفارت  په انتقالولو کې د لمسونکی او غیر قانونی اقدام لپاره د جشن او خوشحالۍ کولو په حال کی وو او هغه هم د ذلت او نکبت په ورځ . د ایران حکومت په دغه بیانیه کې په دې په خواشینۍ څرګندولو سره چی د سیمې د ځینو حکومتونو چارواکی چی د اسلامی نړۍ د اصلی موضوګانو او دښمنانو د دسیسو د پیژندلو لپاره ضروری اراده او فکر نلری ، ټینګار شوی دی چی د دغو هیوادونو مشران دوکه شوی دی او له صیهونیسټ رژیم سره د ښکاره او پټې دوستۍ په لاره کې  په ګام کیښودلو سره  دغه غاصب رژیم د بشری ضد او وحشیانه جنایتونو په ترسره کولو کې له سپین سترګې کړې دې .

د ایران د اسلامی جمهوریت دولت په دې په ټینګار سره چی د روژې مبارکه میاشت چی په وروستیو څو لسیزو کی د قدس په ورځ د فلسطینانود مظلومیت د نړیوالې ورځې  د یادولو لپاره په میعاد گاه بدله شوی ، جوته کړه د اسلامی نړۍ لپاره په یوې فرعی موضوع د فلسطین د مسلې د بدلولو لپاره به د امریکایی او صیهونی نوی دسیسه یو ځل بیا له ماتی سره مخامخ شی .