اسلامی هیوادونه باید د امریکا په وړاندې مقاومت وکړی
-
دامریکا د حکومت اقدام غیرقانوني او د فلسطین دخلکو د لسمولو او د نورو مسلمانانو دخپګان سبب دی .
دصهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین دخلکو وژله اغیزشیندونکی او ستره غمیزه وبلله او ټینګار یې وکړ ملګری ملتونه(United Nations) او اسلامی ملګرتیا موسسه(Organisation of Islamic Cooperation )باید په دغه حساس پړاو کښې د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې په خپلې دندې عمل وکړی .
دایران ولسمشر حسن روحانی پرون دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلی فونی خبرو کښې په دې خبرې سره چې دامریکا حکومت او صهیونیسټ رژیم باید په سیمه کښې دخپلو لسمونکو اقداماتو او دانسانانو دوژلې په اړه ځواب ورکړی وویل قدس ته د خپل سفارت په انتقالولو کښې دامریکا د حکومت اقدام غیرقانونی او د فلسطین دخلکو د لسمولو او د نورو مسلمانانو دخپګان سبب دی .
حسن روحانی وویل له بده مرغه دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسیمه ییزو مسائلو په اړه له محاسباتی غلطۍ سره مخ شوی دی او داسې تصور کوی چې د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ کولو سره د فلسطین دخلکو د مقاومت غورځنګ غلی کولای شی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په استانبول کښې د اسلامی ملګرتیا موسسې د مشرانو په ځانګړی غونډې کښې د ګډون لپاره د ترکیې دولسمشر رجب طیب اردوغان د بلنې په هرکلی سره وویل د تهران او دانکارا د ملګرتیا پراختیا دسیمې د امنیت ، ثبات او دسولې د پیاوړتیا او د دوو (۲)ملتونو د ګټو په لړ کښې ده .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم وروستی جنایتونه د خواشینۍ وړ وبلل او ویې وویل دصهیونیسټ رژیم دغه وژله دامریکا دحکومت له فکر کولو پرته د اقداماتو نتیجه ده او دجنایت ترسره کولو ته دصهیونیسټ رژیم د هڅولو سبب شوی ده .