د ایران دغوای د میاشتې د ۲۷ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د صیهونیسټ د غاصب رژیم د تیریو او جنایتونو پرضد د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د کابو اتیا نړیوالو اورګانونو له لوری میلیونی مظاهرو ته پراخ انکاس ورکړی دی
او په خپل لومړی مخ یې په دې ارتباط د نړۍ د بیلا بیلو برخو د مظاهرو انځورونه چاپ کړی دی . مونږه په تهران کې د خلکو د مظاهرو په اړه تاسو سره لږ معلومات شریکوو ،د تهران د بیلا بیلو پرګنو خلکو او یوه ډله محصلینو د امریکا د پخواني سفارت (د جاسوسۍ ځالې) مخې ته په راغونډیدو سره د صهیونیسټانو په لاس د فلسطینیانو وژله وغندله.
په دغه اعتراضي غونډه ه کښې ګډونوالو چې د (مړه دې وي امریکا) او (مړ دې وي اسرائیل) د شعارونو بیرغونه یې اوچت کړي وو، د یولړ شعارونو په ورکولو سره یې د فلسطیني ماشومانو د وژلې په وړاندې د نړیوالو ټولنو چوپیتیا په کلکه وغندله.
د تهران خلکو همداشان د صهیونیسټ رژيم په وړاندې د فلسطینیانو له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دغې ولسي غونډی ویناوال حجت الاسلام علیرضا پناهیان وویل د منحوس صهیونیسټي رژیم په لنډ تاریخ کښې دغه رژیم هیڅکله د نن په شان کمزوری نه وو او د مسلمانانو یووالی به د دغه رژیم د نابودۍ سبب شي.
شمالی کوریا ویلی دی خپلې ایټمی وسلې له مینځه نه وړو .
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازۍ میرمن نیکی هیلی ادعا کړی ده ، اسراییلو له زغمه کار اخیستې دې ، فلسطینان دې بخښنه وغواړی .
د الجزایر د کارګرانو ګوندمشرې میرمن لوییزه حنون سعودی عربستان د فلسطین د وروستیو خونړیو پیښو د یوې برخې مسول وباله او ویې ویل ریاض د فلسطین له خلکو سره خیانت کړی دی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی د بروکسل غونډې ډیر مهم سیاسي پيغام درلود.
د هند خلکو په ممبۍ ښار کښې له تل ابيبه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت په منقلولو په اعتراض کښې مظاهرې کړی دی
جمهوری اسلامی
نوموړی ورځپانۍ په خپل لومړی مخ د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رح دغه وینا راخیستی ده چی فرماییلی یی وو ، د رمضان مبارکه میاشت د اجتماع میاشت ده ، د وحدت میاشت ده ، د خداوند متعال میاشت ده .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن موګرنی ویلی دی اروپا به له روسیې او چین سره یو ځای ایټمی موافقه وساتی .
د ترکیې خلکو پرون په اسلامبول ښار کې د د فلسطینی اولس پرضد د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو په اعتراض پراخ لاریون ترسره کړ .
ښاغلی روحانی له اردوغان سره په تیلی فونی خبرو کې ویلی دی اسلامی هیوادونه باید د امریکا په وړاندې مقاومت وکړی .
په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو هم ویلی دی اسلامی ایران د فلسطین د خلکو د جایزو مبارزو ملاتړ کوی
صهیونیسټ رژیم دمارچ دمیاشتې له دیرشمې نیټې تر پرون پورې یوسل یولس(۱۱۱) فلسطینیان شهیدان او لس زره(۱۰۰۰۰) نور ژوبل کړي دي .
غلامعلی خوشرو دفلسطین د مظلوموخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل ایران دفلسطسین له ملت سره د پیوستون داعلانولو په ترڅ کښې د قدس شریف په پلازمینې د فلسطینی هیواد دجوړیدا اوله ازادۍ او خپلواکۍ د برخوریدا لپاره دهغوې د جایزو مبارزو ملاتړ کوی .
غلامعلی خوشرو په نیویارک کښې دملګروملتونو په مرکز کښې د اسلامی ملګرتیا موسسې دغړیوهیوادونو او دائمی استازیو او سفیرانو په غونډې کښې د فلسطین د مظلوم امت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو نوی پړاو ته په اشارې سره چې دمارچ دمیاشتې له دیرشمې نیټې راهسې پیل شوی دی وویل صهیونیسټ رژیم تر پرون پورې یوسل یولس فلسطینیان شهیدان او لس زره نور ژوبل کړی دی .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو دې ته په اشارې سره چې یوازې دمی دمیاشتې په څوارلسمه نیټه دصهیونیسټ رژیم عسکرو په غزې تړانګې کښې دوه شپیته فلسطینیان شهیدان او ۲۷۰۰ نور ژوبل کړی وو زیاته کړه له دغه جنایتونو او وژلو سره په یووخت په همدې ورځ د اسرائیلولومړی وزیر نتانیاهو او دهغه میلمانه قدس ته دامریکا دسفارت په غیر قانونی ډول دانتقالولو په جشن بوخت وو او دا د اسلامی نړۍ لپاره یوه شرمونکی ورځ وه .
هغه داسرائیلو له رژیم سره د اړیکو دعادی کولو او ددغه رژیم په رسمیت دپیژندلو لپاره د اسلامی ملګرتیا موسسې د ځینو عربو غړی هیوادونو هرډول هڅه د فلسطین له وړونو او خویندو سره خیانت او د نیواکګرۍ او دجنایت دوام ته داسرائیلو د رژیم هڅول وبلل .
مقتدا صدر د عراق په انتخاباتو کې نهایی بریالیتوب او د حکومت جوړولو ته نږدې شوی دی .
اطلاعات ورځپاڼه
په تهران کې د فلسطین سفیر وایی د خپلې خاورې له یوې لوشتې هم نه تیریږو .
د ایران او دریو اروپایی هیوادونو په بیانیه کې راغلی دی ، اروپا خپلو ژمنو ته پایبنده ده او ایټمی موافقه له توغندوی موضوع سره ارتباط نلری .
د افغانستان په فراه ولایت کې د طالبانو په مورچو د افغان عسکرو حملې ۳۰۰ مړی درلودل . ورځپاڼه په دې ارتباط لیکی چی د فراه ښار د هران او کندهار ولایتونو د مرستندویو ځواکونو په ملاتړ د طالبان له عناصرو پاک شو . خو له بلې خوا د افغانستان د غزنی چارواکی هم وایی په دغه ولایت کې طالبانو دوه ښارونه نیولی او ۴۰ افغان عسکر یې وژلی دی .
د فرانسی خارجه وزیر د اسیا په لویدیځ کې د جنګ د احتمال په اړه خبرداری ورکړ .
د ايران د وسله والو ځواکونو لوی درستيزوالۍ د صهيونېسټانو په لاسو د فلسطين د خلکو په خاورو او وينو کښې لوغړولو په وړاندې د نړيوالو ټولنو د خاموشۍ په غندلو سره ټینګار وکړ:د صهيونېسټ رژيم د دړې وړې کېدو لپاره اپوټه شمېرنه پیل شوې ده.
مقتدا صدر د عراق په چارو کې د امریکا په لاس وهنې نیوکه وکړه .
د ټرمپ او اون د کتنې د لغوه کیدا احتمال زیات شو، شمالی کوریا وایی عراق او لیبیا نه یو .
یونانی مظاهرچیانو د فلسطینیانو په ملاتړ کې د صیهونیست رژیم په سفارت حمله وکړه .
اتویشتو اروپایی هیوادونو د اټومی موافقې ملاتړ اعلان کړ. د اروپایی اتحادیې د اتویشتوغړیوهیوادونو مشران پرون د بلغاریه هیواد په پلازمینې صوفیه کښې په غونډې کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی اټومی موافقې د ژغورلو لپاره چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په ویانا کښې لاسلیک شوی وه یوځاې ددغه موافقې د ملاتړ لپاره متحد شول . د اروپا یوې سرچینې وویل د اروپایی اتحادیې اتویشت غړی هیوادونه دایران داټومی موافقې د ساتلو لپاره متحد کړچار لری
د اروپا دشورا مشر ډونالډ ټوسک هم په دې خبرې سره چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار ناڅاپه دی وویل له اټومی موافقې د واشنګټن له وتلو وروسته اروپایی هیوادونه دامریکا له دغه فیصلې سره مقابلې کولو او په هغې اعتراض کولو ته اړتیا لری .
هغه هیله وکړه تر هغه وخته چې ایران اټومی موافقې ته پاې بند دی داروپایی هیوادونو نور مشران له دغه تړون سره خپله ژمنه او پیوستون تائید کړی .
داروپا دشورا مشر ډونالډ ټوسک وویل اروپایی هیوادونه باید د امریکا د ولسمشر ټرمپ مننه وکړی ځکه چې د ټرامپ په مهربانۍ سره اروپا توهمات څنګ ته کړل .
دایران لوړرتبه چارواکو له اټومی موافقې دامریکا له وتلو وروسته په صراحت سره ټینګار کړی که چیرې داټومی تړون درې اروپایی غړی هیوادونه انګلستان، فرانسه او جرمنی عملی تضمین ورنکړی او له دغه اټومی تړون دایران ګټې پوره نشی نو پریکنده فیصله غوره کوی او هغه اعلانوی .