امریکا د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ په دودولو بوخته ده
-
داسرائیلو عسکرو دامریکا په ملاتړ سره قدس ته د واشنګټن دسفارت دانتقالو له مراسمو سره په یووخت د فلسطین مظلوم خلک په وینو کښې لیت پیت کړل .
فارس خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو پرون له اټومی موافقې د امریکا وتل او قدس ته د واشنګټن د سفارت انتقالول په نړیوالو قوانینو د سترګو دپټولو دودول او د یواړخیز پالنې له مصیبت ډکې اوماتی خوړلی تجربې ته بیرته ستنیدل وبلل .
غلامعلی خوشرو د نړیوال امنیت او دسولې دساتلو لپاره د نړیوالو حقوقو د لوړتیا په نوم سره د ملګروملتونو دامنیت شورا په عمومی بحث کښې ټینګار وکړ حاضردمه نړیوال حقوق او څو اړخیزه پالنه له تیر وخت څخه زیاته دنړیوالې ټولنې د عمومی ګټو ته د نه احترام او دقانون له ماتونې او د یو اړخیز پالنې له ګواښ سره مخ شوی ده .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو له اټومی تړون دامریکا غیرقانونی وتلو ته په اشارې سره وویل دغه فیصله په حقیقت کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او په اټومی موافقې کښې خپلو ژمنو ته د واشنګټن د نه پاې بندۍ او د ژمنو دماتولو اوج وو .
خوشرو دغه راز نیواکی قدس ته د امریکا د سفارت انتقالول د بیت المقدس دحالت په اړه دملګروملتونو د پریکړه لیکونو او دنړیوالو حقوقو خلاف ورزۍ او مسخره کول او د فلسطین د خلکو د انکار وړ حقوق وبلل او ویې وویل داسرائیلو عسکرو دامریکا په ملاتړ سره قدس ته د واشنګټن دسفارت دانتقالولو له مراسمو سره په یووخت د فلسطین مظلوم خلک په وینو کښې لیت پیت کړل او دوه شپیته(۶۲) ښاریز یې شهیدان او څه دپاسه نهویشت سوه(۲۹۰۰) نور یې ژوبل کړل .
قدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .