اسلامي هیوادونه دې په وحدت سره د اسرائیلو نیواکګري ختمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71478-اسلامي_هیوادونه_دې_په_وحدت_سره_د_اسرائیلو_نیواکګري_ختمه_کړي
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ترکیې په استانبول کښې د اسلامی ملګرتیا دموسسې(Organisation of Islamic Cooperation) د مشرانو په ځانګړی غونډې کښې د شپږو(۶) عملی وړاندیزونو او نوښتونو په وړاندې کولو سره په ټولو مسلمانانو او اسلامی حکومتونو غږ وکړ په وحدت سره په فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د ختمیدا زمینه برابره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 00:38 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو د ټولو ارزښتونو په سپکاوی سره نړیواله ټولنه مبارزې ته اړ کړی ده .
    صهیونیسټانو د ټولو ارزښتونو په سپکاوی سره نړیواله ټولنه مبارزې ته اړ کړی ده .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ترکیې په استانبول کښې د اسلامی ملګرتیا دموسسې(Organisation of Islamic Cooperation) د مشرانو په ځانګړی غونډې کښې د شپږو(۶) عملی وړاندیزونو او نوښتونو په وړاندې کولو سره په ټولو مسلمانانو او اسلامی حکومتونو غږ وکړ په وحدت سره په فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د ختمیدا زمینه برابره کړی .

حسن روحانی بیګا شپه  په فلسطین کښې په وروستیو بدلونونو د غور لپاره داسلامی ملګرتیا دموسسې د مشرانو په ځانګړی غونډې کښې وړاندیز وکړ له ملګرو ملتونو (United Nations)باید غوښتنه وشی قدس ته دامریکا د سفارت په انتقالولو کښې د واشنګټن په غیر قانونی فیصلی او د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم په وروستیو جنایتونو دغور لپاره د عمومی اسمبلۍ(United Nations General Assembly) ځانګړی غونډه جوړه کړی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز له تل اویو(Tel Aviv)څخه قدس(Qods) ته دخپل سفارت په انتقالولو کښې د امریکا د حکومت له وروستۍ غیرقانونی فیصلې سره د مقابلې د لارو چارو د تدوینولو او د دقیق غور لپاره د اسلامی ملګرتیا دموسسې  د غړیو هیوادونو د حقوقی ، سیاسی او د اقتصادی متخصصانو دیوې  برابرې   شوی کارپیژاندی ډلې په جوړیدا د ټینګار په ترڅ کښې په نړیوالو، سیمه ییزو او د ملی سویو د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د حکومت پرضد د سیاسی ، اقتصادی او د تجارتی اقداماتو دغوره کولو غوښتنه وکړه .

دایران ولسمشر حسن روحانی د فلسطین خلکو ته د بشر دوستانه مرستو په رسولو کښې د ډله ایز اقدام لپاره د مناسبو لارو چارو په رامینځته کولو د ټینګار په ترڅ کښې د  ټولو اسلامی هیوادونو په کال هینداره() کښې د قدس دنړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشت د اخری جمعې په اعلانولو  ټینګار وکړ .

حسن روحانی دغه راز په خپل وړاندیز کښې وویل د صهیونیسټ رژیم اټومی سلاکوټ د نړیوال امنیت او سولې او په تیره بیا د لویدیځې اسیا (Western Asia)دامنیت لپاره جدی خطر دی او زیاته یې کړه له اټومی وسلو د مینځنی ختیځ پاکیدل چې په ځلونو د ایران لخوا وړاندیز شوی دی باید د اسلامی هیوادونو د اقداماتو په لومړیتوب کښې ورشی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په عین حال کښې دصهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین د ټاټوبی نیواک د اسلامی نړۍ ترټولو ستر ګواښ وباله او ویې ویل صهیونیسټانو د ټولو ارزښتونو په سپکاوی سره نړیواله ټولنه مبارزې ته اړ کړی ده .

حسن روحانی له تل ابیب څخه  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال او دصهیونیسټ رژیم دعسکرو په لاس د فلسطین دخلکو وژلې  ته په غبرګون کښې وویل د امریکا حکومت د خپل سفارت په انتقالولو سره د فلسطین دخلکو د وژلو لپاره داسرائیلو رژیم ته اجازه ورکړې ده .