د ایران د غوای د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمایل د فلسطین ازادی الهی سنت دې او امریکا هیڅ نشی کولې
اطلاعات ورځپاڼه
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د قران کریم په نورانی محفل کې وفرمایل بیت دالمقدس د فلسطین پلازمینه ده او د غلیمانو له لاسه ژغورل کیږی . دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود د قران کریم له قاریانو سره په کتنې کښې داسلامی امت د نن ورځې یو ضرورت له قران مجید سره مینه او د هغه په حکمونو عمل کول وباله او په دې خبرې ټینګار سره چې په وروستیو ورځو کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو او دفلسطین د خواشینونکو شرایطو په شمول د اسلامی نړۍ اوسنی مشکلات له قران مجید څخه داسلامی امت لیرې کیدل دی وویل بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده او د خدای پاک ج په توفیق سره به فلسطین د دښمانانو له لاس څخه ازاد شی او امریکا او دهغې پیروی کونکی د الهی سنت او حقیقت په وړاندې هیڅ نشی کولای .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ژوند په ټولو اړخونو کښې قران کریم ته د ډیر پام کولو ضرورت او د اسلامی نړۍ مصیبتونو او په تیره بیا دفلسطین دخلکو شرایطو ته په اشارې سره وفرمائیل په تیرو څو ورځو کښې مو د فلسطین د لسګونو خلکو په شهیدولو او د زرګونو نورو په ژوبلولو کښې د صهیونیسټ د جعلی او خبیث رژیم جنایتونه ولیدل او په دغو شرایطو کښې ځینې کسان ګله کوی چې امریکا ولې دریځ نه غوره کوی دا په داسې حال کښې دي چې امریکا او ډیر لویدیځ حکومتونه د اسرائیلو ددغو جنایتونو په جرم کښې شریک دی .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې ټینګار سره چې اسلامی امت او اسلامی حکومتونه باید د اسرائیلو ددغو جنایتونو په مقابل کښې دریځ غوره کړی وویل قران کریم مونږ ته وایی باید ددین د دښمانانو او د کفارو په مقابل کښې کلک ودریږئ او په خپلو کښې له مهربانۍ ډک چلند وکړئ خو اوس له قران کریم څخه د لیرې توب په دلیل په اسلامی دنیا کښې د جنګ او د مسلمانانو ترمینځ د اختلافاتو او د کفارو په وړاندې د تسلیمیدا کتونکی یوو .
حضرت ایت الله خامنه ای په دې خبرې ټینګار سره چې له اسلام سره دښمنۍ ختمیږی نه وویل که چیرې اسلامی امت قران ته نږدې شی هماغه ډول چې قران مجید فرمائیلی دی بې شکه په دشمن به غلبه وکړی ځکه چې دا الهی وعده ده .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په پاې کښې د فلسطین د وروستیو ورځو دشهیدانو لپاره له خدای پاک ج څخه د مغفرت او د حق د لارې د مبارزانو لپاره د ډیر استقامت په دعا سره ټینګار وکړ امریکا او دهغې ملګری به الهی سنت او دود په وړاندې ماتی او تسلیمیدا ته مجبوره وی .
ناسا ادارې خبردارې ورکړ چی په نړۍ کې د خوږو اوبو کمښت جدی دې .
ملګری ملتونه وایی د غزی خلک د اسراییلو په زهرجنی پنجرې کې له مرګ سره مبارزه کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی د قدس شریف او نیواکی فلسطین ازادی زمونږ ایډیال دې .
د سوریې ولسمشربشار اسد له خپل روسی هم څنګ پوتین سره په کتنه کې وویل په سوریه کې پخلاینې ته چمتو یو .
د اروپایی اتحادیې مشران د برجام د ساتلو لپاره په هلو ځلو بوخت دی .
پاکستان د هندوستان سفیر راوغوښته . د پاکستان خارجه وزارت د هندوستان د سفیر د راغوښتلو په ترڅ کې د پاکستانی ملکیانو په بې دلیله هدف ګرځولو د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کې په سرحدی سیمه کې د هندی عسکرو لخوا د اوربند بیا بیا خلاف ورزی په کلکه وغندله . د پاکستان د پوځ ویندوی وویل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو په بې دلیله ډزو کې د یوې میرمنې او دریو ماشومانو په شمول څلور ملکیان وژل شوی دی .
کیهان
درهبرۍ سترمقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له قران سره د انس په محفل کی وفرمایل که اسلامی امت له قران کریم سره نږدې شی نو بې شکه په دښمن به غلبه وکړی .
د ایران ولس د غزې د مظلومو مسلمانانو په قتل عام کې د صیهونیست رژیم د جنایتونو پرضد په درست ایران کې پراخې مظاهرې ترسره کړی .
واشنګټن پوسټ لیکلی دی له لیبیا سره د شمالی کوریا پرتله کول د پیونګ یانګ د غوسې او له امریکا سره له خبرو اترو د وتلو سبب شو .
د سی اې اې شکنجه کونکی د امریکا له سنا د سی ای اې د لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه رایه واخیسته .
بریتانیا د امریکا تر دباو لاندې نیت لری په افغانستان کښې دخپلو عسکرو شمیر زیات کړی . دامریکا ولسمشر ټرمپ میاشتې میاشتې کیږي دناټو غړیو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې دوې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي .
د ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی د اسلامی وحدت نیشتوالې د صیهونیسټانودسپین سترګی توب عامل دی . د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په استنبول کې د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کې جوته کړه له قدس شریف دفاع بایدپه نه ختمیدونکیو لانجو کې د ښکلیدا په ځای د پیاوړی امت د رامیخټه کولو په لړ کې د اتحاد په هدف د اسلامی هیوادونو د تمرکز د ټکی په توګه وبلل شی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر په غزې کې د فلسطینانو وژله د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایت وباله او زیاته یې کړه چی دغه ویجا ړونکی اقدامات په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو فلسطینانو د ځپلو په هدف سره چی د خپلو اساسی حقوقو غوښتونکی دی ، ترسره شوی دی .
ښاغلی ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی د صیهونیسټ رژیم وحشی توبونه دی ختم کړی او له اسلامی ملګرتیا موسسې یې هم وغوښتل چی د خپلواکه او شفافو تحقیقاتو د ترسره کولو او د بشر دوستانه نړیوالو حقوقو په اساس د فلسطیینانو د ساتنې لپاره جوت اقدامات ترسره کړی .
د سعودی عربستان چارواکو د سیاسی فعالانو دځپلو د سیاست په دوام کښې د بشری حقوقو د فعالانو په شمول یوشمیر نور سیاسی فعالان ونیول .
د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق په لاهور ښار کې په امریکایی او صیهونیستی ضد لاریون کې په خپلې وینا کی وویل په غزې تړانګی او لویدیځه غاړه کی د صهونیست رژیم جنایتونه یوازې په غندلو پورې محدود نشی بلکې اسلامی نړۍ باید د فلسطین له ازادۍ سره د مرستې لپاره اغیزمنه لاره او نقشه وټاکی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقی پرون د جمعې لمانځه په خطبو کې قدس شریف ته د امریکا د سفارت انتقالول د درستو نړیوالو قوانینو او په خپل مورنی ټاټوبی د فلسطینیانو د روا حقوقو په خلاف وباله او جوته یې کړه فلسطینان د امریکا د دغه اقدام په وړاندی راپاڅیدل او صیهونیستی عسکرو د هغو قتل عام وکړ .
اسلامي ملګرتیا تنظیم د صهیونسټ رژیم جنایتونه وغندل .
جوان ورځپاڼه
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمایل د فلسطین ازادی الهی سنت دې او امریکا هیڅ نشی کولې .
د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې د ساتلو او اجرا پرضرورت ټینګار وکړ .
په کیوبا کښې دالوتکې دنسکوریدا په پیښه کښې څه دپاسه سل کسان وژل شوی دی
د ایران خلکو په مظاهرو سره د فلسطین له خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ . د ایران خلکو پرون د روژې په دوهمه ورځ د جمعې له لمانځه وروسته واټونو ته په راوتلو سره د نکبت په ورځ د صهیونسټ رژیم جنایتونه او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال وغانده .
لاریونکوونکو د امریکا او صهیونسټ رژیم په خلاف شعارونه ورکړل او ددغه جنایتونو په وړاندې یې د نړیوالو سازمانونو چوپتیا وغندله .
پرون دنړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم په تیرو ورځو کې د نکبت په ورځ د صهیونسټ رژیم د جنایتونو او د لسګونو فلسطینیانو په شهیدولو کې د دغه رژیم د اقداماتو په خلاف مظاهرې وشوې او د صهیونسټ رژیم جنایتونه وغندل شول.
د بحرین دبشری حقوقو ټولنې مشرباقر درویش وویل ددغه هیواد له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون د ښاریزو د ځپلو لپاره د ال خلیفه رژیم په یوه اوزار بدل شوی دی .
دمحمد بن سلمان اوږد مهاله غیبت په رسنیو کی مطرح شوی دی . د عربستان په پاچاهی ماڼۍ کی د ډزو له کیدو وروسته په عمومی ځایونو او رسنیو کی د یاد هیواد د ولیعهدمحمد بن سلمان اوږد مهال غیبت او نشتوالی د هغه د وضعیت په هکله د عربستان د خلګو په منځ کی یو لړ اټکلونو او ګمانونو ته لمن وهلې ده .
په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو له اټومی موافقې د امریکا وتل او قدس ته د واشنګټن د سفارت انتقالول په نړیوالو قوانینو د سترګو دپټولو دودول او د یواړخیز پالنې له مصیبت ډکې اوماتی خوړلی تجربې ته بیرته ستنیدل وبلل .