ډاکټر ولایتی :له اروپا باید جدی تضمین ترلاسه کړی شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71596-ډاکټر_ولایتی_له_اروپا_باید_جدی_تضمین_ترلاسه_کړی_شی
له بده مرغه د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2018 10:53 Asia/Kabul
  •  ډاکټر ولایتی :له اروپا باید جدی تضمین ترلاسه کړی شی

له بده مرغه د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .

په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  سکلاکار وویل د ایران د اسلامی جمهوریت پریکنده نظر دا دی چی له اروپایی لورو سره په خبرو اترو کی باید جدی تضمین واخیستل شی تر څو ایټمی موافقې ته کوم تاوان ونه رسی .

علی اکبر ولایتی په تهران کی په خبری غونډه کی له برجام د امریکا له وتلو وروسته  د اروپایی چارواکو د تضمین د اخیستلو په اړه  زیاته کړه له بده مرغه  د اروپای اتحادیې ځینې غړی د ایټمی موافقې په اړه متناقض دریځونه غوره کوی چی د اروپایی چارواکو په خبرو کې دا تناقضات شک راپارونکی دی  ، په همدې دلیل د ایران د خبرواترو کونکی ټیم باید ضروری ضمانتونه ترلاسه کړی شی .

ښاغلی ولایتی همدارا زد عراق د وروستیو پارلیمانی انتخاباتوپه اړه هم وویل د عراق انتخابات په بشپړه امنیت  او ارامښت کې ترسره شول  او د عراق دولت او ملت هیڅ پردی ته د لاس وهنې اجازه ورنکړه .

ولایتی جوته کړه په عراق کی د سالمو انتخاباتو ترسره کیدا او د دغه هیواد د خلکو برخلیک د ایران لپاره مهم دی او ایران د عراقی اولس لپاره د بشپړه خوشبختی او امنیت ارزو لری .